امريکا د افغان پوځ د روزلو په مرستو کي کموالی راولي
۱۳۹۰ شهریور ۲۳, چهارشنبهدا په راتلونکو کلونو کي د افغان پوځ او پوليسو د روزني او مجهزولو په برخه کي په کيدونکو مرستو کي د ليدو وړ کموالی دی.
د امريکا متحده ايالاتو د روان کال د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه د خپلو پوځونو را ايستل په دې موخه پيل کړل، چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه به د ټول هيواد په کچه د امنيت مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپاري. او د دي لپاره د افغان پوځ شمير لوړيدل شامل دي.
خو پينټاګون په دې هڅه کي دی، چي څومره ژر وکولای سي، چي په راتلونکو څو کلونو کي په دغه مصرفونو کي کمی راولی.
د ۲۰۱۲م مالي کال لپاره په ابتدايي توګه ۱۲،۸ مليارده ډالره مصرف په پام کي نيول سوی وو.
د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د دفاعي کميټې مشر، سناتور ډانيل لنيويي، ويلي چي دغه ۱،۶ ميليارده قطعه سوي مرستي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ له خوا تر « اړتيا زياتو » مرستو په توګه په ګوته سوي.
د امريکا متحده ايالات د روزنو په ترڅ کي هڅه کوي، چي د افغان پوځ او پوليس شمير د اکتوبر تر مياشتي تر ۳۰۰ زرو تنو زيات کړي. او د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د موټرو او نورو تجهيزاتو برابرول د امريکا متحده ايالاتو ته په لويه بيه تماميږي.
خو د امريکا متحده ايالات اوس داسي پلان لري، چي خپله افغانان، افغانان وروزي. د امريکا د متحده ايالاتو لخوا د اګست په مياشت کي يو راپور ښي چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه په افغانستان کي د ناټو په روزنيز ماموريت کي تر نيماي کموالی راولي.
يو چارواکي ويلي چي د افغان پوځ مصرف تر دي ډير کم دی، چي ورته ټاکل سوی دی يا په روزولو يې مصرف سوی.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل