1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغان سرحدي قواوو د روزلو پروسه چټکوي

۱۳۸۹ دی ۱۲, یکشنبه

د امريکا د کورني امنيت وزيره چي افغانستان ته د راتګ پرمهال يي د تورخم له سرحدي سيمي ليدنه وکړه وايي چي سرحدي کنټرول د پاکستان او افغانستان دواړو ملکونو امنيت ته ډير مهم دی.

https://p.dw.com/p/Qlr4
د افغانستان او پاکستان سرحد
د افغانستان او پاکستان سرحدانځور: picture-alliance/dpa

جانت ناپوليتانو وايي چي اوس مهال يې په لسګونو تنه دايمي او قرار داد کارکونکي په افغانستان کي دي چي د سرحدي ځواکونو اوګمرکي مامورينوپه روزلو بوخت دي.

مېرمن پوليتانو وايي چي تر يوه راتلونکي کال پوري به په افغانستان کي د خپلو دايمي کارکونکو شميره ۵۴ تنو ته لوړه کړي چي له دې سره به د هغو افغانو شميره هم زياته سي چي د سرحدي کنټرول په برخه کي د امريکا له روزنو برخمن دي.

« د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره سمبالو سرحدي پوليسو ته اړتيا ده ،دا مسله ډيره مهمه ده چي افغانستان له پاکستان او يو شمير نورو ملکونو سره اوږده ګډه پوله لري او دا بايد په سمه توګه وساتل سي».

مېرمن پوليتانو دا هم وويل چي د پولوساتل يوه بل څه ته هم اړتيا لري چي د ګمرکاتو او سوداګريز مسايل دي، ځکه چي له دغو سرچينو څخه ترلاسه سوي پيسي کولای سي چي د ملک په دننه کي افغانانو ته ښې ټولنيزي اسانتياوي رامنځ ته کړي.

د امريکا د کورني امنيت وزيره وايي په لومړي ځل چي افغانستان ته راغلې وه له ځان سره يي يو شمير امريکايي متخصصين او روزونکي هم راوستل تر څو افغان سرحدي ساتونکي په نړيوالو معيارونو وروزي.

مېرمن پوليتانو د افغانستان د پولو ساتنه يوه مهمه مسله په ګوتو کړه اوپه خاصه توګه يي له پاکستان سره د ۲۴۰۰کيلومتره ګډي پولي خوندي توب ډيرمهم وباله.

«د سرحدونو خوندي ساتل د دواړو غاړو همکارۍ ته اړتيا لري، دا هغه څه دي چي موږ له افغان دولت سره ورباندي کار کوو، او د پاکستان له لوري څخه هم زموږ غوښتنه دهغوی د سرحدونو خوندي ساتل دي.»

د امريکا د کورني امنيت وزيري همدا راز وويل چي دمګړۍ يي په افغانستان کي ۲۵ تنه دايمي او ۵۲ تنه قرار دادي مامورين د افغان سرحدي ځواکونوپه ساتلو بوخت دي.

مېرمن پوليتانو همدا راز په خپل دغه سفر کي له لوړ پوړو افغان چارواکوو سره هم خبري اتري کړي دي.

هغي د سرحدونو کنټرول د افغانستان د اقتصادي ودي لپاره هم ډيرمهم وباله اوزياته يي کړه چي د سرحدونو او ګمرکونو سم کنټرول په اوسنيو شرايطو کي ډيره مهمه مسله ده.

د امريکا د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزيره په داسي حال کي افغانستان ته سفر کوي چي د مګړۍ د افغانستان له پولو څخه د مخدره توکو د قاچاق په اړه د شمالي ګاونډيانو فشارونه پر مرکزي دولت د هري ورځي په تيريدو زور اخلي.

ډيري خلګ د افغانستان د نا امنۍ اصلي عامل د هغو پولو نه څارنه بولي چي له پاکستان سره په خوا کي پرتې دي.

او ويل کيږي چي هره ورځ ترهګر او نور بنسټ پال ګروپونه له همدغو پولو د افغانستان لوري ته را اوړي او په خپلو موخو تربريدونو وروسته بيرته د ډيورنډ هغي غاړي ته اوړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل