1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغانستان د پاره د روسيې د نورو مرستو په تمه ده

۱۳۸۹ آبان ۱۶, یکشنبه

د امريکا متحده ايالات افغانستان ته د مځکني ترانزيت د لاري د زغروالو موټرو د لېږدلو په هدف د روسيې اجازې ته په تمه دي.

https://p.dw.com/p/Q0w6
انځور: AP/DW

په روسيه کي د امريکا د متحده ايالاتو سفر ويلي دي چي سپينه ماڼي د افغانستان د پاره د روسيې څخه يو لړ هيلي لري.

جون بايرلي، په مسکو کي د ازانگې راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي « په مجموع کي د افراطيت او نه شه يي موادو د کاروبار سره د مبارزې د پاره به د روسيې د مځکني ترانزيت د لاري به د زغروالو موټرو لېږل به مرسته وکړي.

د هغه په خبره دغه راز به د افغانستان په شمال کي د سالنگ تونل د جوړولو په برخه کي هم مرسته سوې وای. د سفير په خبره دغه تونل په ۶۰-۷۰ کلونو کي تقريباً ټول د روسيې لخوا جوړ سوی دی.

بايرلي په افغانستان کي د روسي او امريکايي ځواکونو ډگ عمليات هم و ستايل. هغه وويل په دغه عملياتو کي چي د نشه يي موادو د توليد څلور کارخانې ويجاړي سوي شاوخوا يو ټن هيروين له منځه وړل سوي دي.

سفير دغه راز هغه پريکړه ليک هم وستايه چي له مخه يې د روسيې د هوايي قلمرو څخه ۵۰ زره امريکايي سرتيري افغانستان ته لېږل سوي دي.

ناټو او امريا په دې لټه کي دې تر څو د روسيې سره د مځکني ترانزيت په برخه کي همکاريو ته نوره هم پراختيا ورکړي.

وروسته له هغه چي په پاکستان کي ناټو ځواکونو ته په لېږديدونکو اکمالاتي کاروانونو وسلوال بريدونه ډیرسول په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د تجهيز لپاره روسيه يوزنۍ لاره ده.

روسيې هر وخت ويلي دي چي د غير جنگي تجهيزاتو لپاره به هر وخت ناټو او امريکا ته لاره ورکړه خو نه پوځي تجهيزات.

انتر فکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی