امريکا: د اسد رژيم کيمياوي وسلې کارولي دي
۱۳۹۲ خرداد ۲۴, جمعهد امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما څو مياشتي دمخه ويلي ول، که په سوريه کي د بشارالاسد رژيم له کيمياوي وسلو څخه کار واخيست نو دا به له(سره خطه) څخه د تيرېدو په معنی وي. خو دا چي په دغه هيواد کي به د پوځ له خوا کيمياوي وسلې استعمال سوي وي امريکا ئې په اړه په رسمي توگه څه نه ويل او يوازي ئې ويل چي داسي اوازې دي.
په زهرجن گاز باندي تر۱۵۰ تنو پوري وژل
د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار مرستيال بن رودز، ويلي دي چي اوس د سوريې رژيم تر حد زيات له (سره خطه) تير سوی دئ او کيمياوي وسلې ئې استعمال کړي دي. «تر پراخو څېړنو وروسته اوس دا څرگنده سوې ده، چي د اسد رژيم کيمياوي وسلې چي په هغو کي سارين گاز هم شامل دی په جگړه کي استعمال کړی دئ.»
د سپيني ماڼی د تازه معلوماتو په حواله د سارين گاز په مرسته څو يرغلونو کي له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ تنو پوري انسانان وژل سوي دي.
تر دې دمخه فرانسې او بريتانيا د دمشق رهبري د پاڅون کوونکو پر ضد د سمي گاز په استعمال تورن کړی وو. د ملگرو ملتونو کارپوهانو څه موده دمخه ويلي ول، چي کيدای سي د سوريې د رژيم مخالفينو هم کيمياوي گاز استعمال کړی وي.
د ملگرو ملتونو څېړونکو د خپلو تحقيقاتو له مخي ويلي ول چي په جنگ کي څلور ډوله احتمالي کيمياوي وسلې کارول سوي دي.
سارين گاز تر تنفوسولو وروسته انسان يوازي په څو دقيقو کي وژني. دغه گاز په ۱۹۳۸ کال کي د آلمان د نازيانو په غوښتنه دانشمندانو جوړ کړ. د نړيوالو موافقو له مخي د دغه شان کيمياوي وسلو کارول د جزا وړ جنگي جنايت دئ.
د الوتني ممنوعه سيمه مستثنی نه ده
رودز وويل، د سوريې په جنگ کي د کيمياوي وسلو د کارولو تر پيژندلو وروسته اوباما اوس په «نه وژونکو» مرستو سره د پاڅون کوونکو اضافي ملاتړ کوي. دا چي د پاڅون کوونکو به څه ډول نظامي ملاتړ کيږي، رودز څه ونه ويل. خو هغه د پاڅون کوونکي په وسلو سمبالول او په سوريه کي د الوتني د ممنوعه سيمي اعلانولو رد نه کړل.
هغه وويل: «د امریکا متحده ايالات او نړيواله ټولنه يو لړ حقوقي، مالي، ديپلوماتيکو او نظامي پوښتنو ته بايد جواب پيدا کړي.»
د وروسته قدمونو له پاره د امريکا متحده ايالات اوس غواړي چي له خپلو متحدينو سره په راتلونکې اوونۍ کي په ايرلند کي د (جي ۸) په جوړيدونکې غونډه کي بحث وکړي. په اروپايي اتحاديه کي د سوريې اپوزيسيون ته د وسلو ورکولو په اړه د نظر اختلاف موجود دئ. د آلمان اتحادي جمهوريت تر اوسه پوري دغه شان وړانديزونه ردوي.
د امنيتي سرچینو په حواله، د امريکا متحده ايالات غواړي چي د جون مياشتي په وروستيو کي د اردن له پوځ سره تر پوځي تمريناتو وروسته چي په هغه کي به ډيري -۱۶F ډوله جنگي الوتکي او د توغنديو دفاعي سيستمونه وکار ول سي د سوريې په دغه گاونډي هيواد کي پريږدي.