1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا داستخباراتي شخصي شرکتوڅخه کار اخلي

۱۳۸۸ اسفند ۲۴, دوشنبه

امريکايي پوځونه په افغانستان او پاکستان کي داستخباراتي شخصي شرکتونو په مرسته دمقاومت کونکو دموندلو په لټه کي دي . دغه خبر پرون دوشنبې دمارچ پر 15 نيټه نيويارک ټاميز خپور کړی

https://p.dw.com/p/MT7D
انځور: AP

نيويارک ټاميز دغه خبر په افغانستان کي ديوه امريکايي پوځي استازي دخولې څخه چي دخپل نوم داخيستلو څخه يې ډډه کړي ، خپور کړيدی . به خبرکي ويل شوي دي چي امريکايان هم په افغانستان کي دننه او هم په قبايلي سيمو کي داسلامي لارښونکو مشرانو په لټه کي دي . په خبرکي ويل شوي دي ، چي ددغي دندي دپاره امريکايانو يو شمير د CIA پخواني غړي استخدام کړيدي.

ددغه استخدام شوي جاسوسانو دنده داده چي دوی دمقاومت کونکو داستوګنځايونو او موقعيتونو په هکله معلومات راغونډ کړي ، اوبيا ددغه معلوماتو څخه امريکايي پوځي واحدونه او ددوی استخباراتي څانګي په افغانستان او پاکستان کي دخپلو عملياتو او د بې پيلوټو الوتکو دعملياتو دپاره استفاده کوي .

دامريکي متحده ايالتونه په تيره بيا په قبايلي سيمو کي دالقاعده او دطالبانو پر ګوماني ځايونو باندي دبې پيلوټو الوتکو په واسطه عمليات سرته رسوي .

په افغانستان کي دامريکايانو کوم پوځي استازي چي نيويارک ټايمز ته يې دغه معلومات ورکړيدي ، وايي دا لانده څرګنده چي ددغه شخصي جاسوسانو دکار څارنه دچا له خوا کيږي .

اساساً امريکاييٍ وسله وال ځواکونه داحق نلري چي دجاسوسي دانفرادي شرکتونو په واسطه دخپلو عملياتو دپرمخ بيولو دپاره معلومات راغوڼد کړي . او له بله پلوه ددې امکان هم شته چي دجاسوسۍ ددغه شخصي شرکتونوتمويلي مسايل قانوني بنسټ ونلري اوددوی دپاره مصرف په يوبل نامه سره اعلام کړای شي .

AFPD/فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري