1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا بيا په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو عمليات پيل کړل

۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو تر اوږده څنډ وروسته د پاکستان پر قبائيلي سيمو د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي څلور تنه ياغيان وژلي دي.امریکا بيا دغه ډول عمليات د ترويزم په وړاندي گټور بولي.

https://p.dw.com/p/13hLU
امريکايي بې پيلوټه الوتکه
امريکايي بې پيلوټه الوتکهانځور: picture-alliance/dpa

چارواکي وايي چي امريکا تيره ورځ په ميرانشاه کي د ياغيانو يوه اډه په نخښه کړه او پر هغې باندي په بريد کي ئې څلور تنه وسله وال وژلي دي.

دا د تير کال د نومبر د مياشتي د ۲۶ نيټې راهيسي په پاکستان کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو لومړي عمليات دي.

د تير کال د نومبر په مياشت کي د ناټو يوې څرخۍ الوتکي ۲۴تنه پاکستاني سرتيري ووژل. دې پيښي د پاکستان او امريکا تر منځ اړيکي تر بل هر وخت ترينګلي کړي دي. پاکستان ددې پيښي په وړاندي ډير سخت غبرگون وښود او له هغه وخت راهيسي ئې د ناټو پر اکمالاتي لاريو خپل سرحد تړلی دئ.

د نومبرد پيښي په اړه د ناټو او امريکا د يوه ګډ کمېسيون پلټنو و ښووله چي پيښه د پاکستاني او امريکايي ځواکونو تر منځ د نه همږغۍ له کبله رامنځ ته شوې ده. په رپورت کي راغلي ول چي پاکستان او امريکا په سيمه کي يو له بل سره خپل پوځي معلومات شريک کړي نه ول.

خو پاکستان د امريکا او ناټو د ګډ کمېسيون پلټني و نه منلې او دا پيښه ئې پر خپل هيواد باندي تيری وباله. متحده ايالات له ۲۰۰۴ کال راهيسي په پاکستان کي د تروريزم په وړاندي عملياتو له پاره له دغو الوتکو څخه کار اخلي. خو دې عملياتو په کستان کي د ډيرو خلکو قهر او غوسه راپارولې ده.

تيره مياشت د Los Angeles Times ورځپاڼي خبر ورکړ چي د امريکا استخباراتي شبکې په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو عمليات درولي دي. د ورځپاڼي په خبره امريکا دا کار له پاکستان سره د ترينگليو اړيکو له کبله کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل