1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا بايد خپل اقتصادي لاس برتوب وساتي

۱۳۸۹ بهمن ۶, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په خپل ولس باندي غږ وکړ چي په نړي کي د يو مخکښ اقتصادي ځواک په توګه خپل مقام وساتي. د ولس د وضعیت په هکله د هغه دا وينا تر زیاتی کچی کورنی سياست ته ځانګړی شوی.

https://p.dw.com/p/QvVL
د امريکا متحده ایالاتو ولس مشر بارک اوباما کانګرس ته د ولس د وضعیت په هکله خپل وینا اوري
د امريکا متحده ایالاتو ولس مشر بارک اوباما کانګرس ته د ولس د وضعیت په هکله خپل وینا اوريانځور: AP

د ولس د وضعيت په هکله نومي وينا کي اوباما کانګرس ته په خپلي کلني وينا کي وويل چي د متحده ايالاتو د اقتصادي ناخوال وضعيت له امله په کورني لګښتونو کي به په راتلونکو پنځو کلونو کموالي رامنځ کړي، خو دغه مالي سپما به د ښووني او روزني اوعلمي څيړنو په برخه کي نه وي.

هغه د خپل هيواد پخواني افتصادي او علمي لوړ برم ته په اشارې سره وويل چي 50 کاله مخکي له نن څخه کله چي پخواني شوروي اتحاد فضا ته لومړي هوايي بيړي واستوله ، متحده ايالات يي «هک پک حيران » کړل، خو د متحد ده ايالاتو ولس په هغه وخت کي لاس تر زني پانه نه شو بلکه هوډ يې وکړ چي په تخنيکي ډګر کي د نړۍ سره سيالي وکړي.

اوباما وويل چي په نړي کي د نوو اقتصادي ځواکونو لکه چين او هند د رامنځ ته کيدو سره اوس امريکا متحده ايالات له يوي همداسي سيالي سره مخامخ دي.

هغه وویل:« په عين وخت کي اوس وينو چي ځيني ولسونه لکه چين او هند موندلي ده چي په خپل ځان کي بدلون رامنځ ته کړي، هغوي اوس کولاي شي چي له نړي سره سيالي وکړي.هغوي اوس خپلو ماشومانو ته له ډير کوچنيوالي په زدکړو پيل کوي، خصوصا د ساينس او رياضياتو په برخه کي.هغوي اوس په څيړنو او نوي تخنيک کي پانګي اچوي.»

هغه وايي يواځي همدا څه موده مخکي چين د لمر د انرژي د کورني تخنيک په برخه کي د څيړنو لپاره د نړي په ستر ټاټوبي بدل شو او سربيره پر دي د نړي د تر ټولو ګړندي کامپيوتر يي جوړ کړ.

د ولس د وضعيت په هکله د اوباما دا وينا په داسي وخت کي کيږي چي د کانګرس د استازو په مجلس کي د هغه د سيال ګوند د جمهوري غوښتونکو نفوذ زيات دي.

اوباما د خپل رياست په پاتي دوره کي د جمهوري غوښوتونکو همکاري ته اړتيا لري ترڅو وکړي شي خپل پلانونه عملي کړي. هغه په ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو باندي د ګدي همکاري لپاره غږ وکړ.

اوباما وویل: «زه باور لرم چي موږ بايد يو بل ته لاس ورکړو، دا هغه يو څه دي چي خلک په دي کور کي له مونږ څخه انتظار لري. هغوي له خپلو راييو سره مونږ ته دا اختيار راکړي چي حکومت کول د ګوندونو تر منځ يو ګد مسووليت دي.»

د اوباما وينا تر زياتي کچي د هغه کورني پاليسو او سياست ته ځانګړي شوي وه.خو په بهرني پاليسي کي هغه يو ځل بيا خپل نيول شوي تصميم تکرار کړ چي له افغانستان څخه به د پلان سره سم د روان ميلادي کال په جولاي کي د خپلو سرتيرو په وتلو پيل کوي.

د متحده ايالاتو ولس مشر وويل: «په راتلونکو اونيو او مياشتو کي ښايي له سختګو جګړو سره لاس او ګريوان شو. د افغانستان حکومت بايد په خپلي حکومتوالي کي سمونوالي رامنځ ته کړي.»

اوباما يادونه وکړه: «خو د داسي يو وضيعت سره سره مونږ به د افغانستان خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو او هغوي سره به د يوي اوږدي مودي مشارکت لپاره بندو بست وکړو.»

د متحده ايالاتو ولس مشر دغه راز په خپلي وينا کي د عراق څخه د امريکايي عسکرو د وتلو ستاينه وکړه او وويل چي کوم تصميم چي هغه په دي هکله نيولي ؤ ښه نتيجه يي ورکړه.هغه دغه راز له روسيي سره د اتمي وسلو د سيالي د پاتي رسولو لپاره د دواړو هيوادونو تر منځ وروستي موافقه هم وستايله

دغه راز اوباما ژمنه وکړه چي په ايران او شمالي کوريا به خپل فشارونه زيات کړي تر څو دغه هيوادنه دي ته واړوي چي د اتمي وسلود جوړولو له هڅو څخه لاس واخلي.

آژانسونه/ عبداالباری حکيم

کتونکی: بریښنا صابر