1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او کاناډا د افغانستان د جګړو په هلکه پر يوې نوي ستراتيژۍ خبري کړي

۱۳۸۷ اسفند ۱۶, جمعه

د کاناډا او امريکا د دفاع وزيران وروسته له هغه دې کار ته اړ سول، چي د کاناډا لومړي وزير وويل، په افغانستان کي ياغيان په پوځي زور سره نه سي ماتيدای...

https://p.dw.com/p/H6qD
د امريکا او کاناډا بيرغونه
د امريکا او کاناډا بيرغونهانځور: AP

د امريکا د دفاع وزير Robert Gates څرگنده کړې ده، چي د اولسمشر بارک اوباما په هدايت د ستراتېژۍ څېړنه تر لاس لاندې ده او ده د خپل کاناډايي سيال Peter MacKay مشورې غوښتي دي.

ګېټس د مککې، سره تر کتني وروسته خبريالانو ته ټکي په ټکي ويلي دي:«ما ده ته وويل د څېړني کار روان دی. موږ تر اوسه هم د خپلو ملگرو او شريکانو خوښي غواړو.»

گېټس، د افغانستان او پاکستان له پلاوو سره وروستيو خبرو ته په اشارې سره زياته کړه. دا يو فورموليتي کار نه دئ. موږ د خلکو د خيالونو ليوال يو.

گېټس، وړاندې په ډاگه کړه، اټکل کيږي چي د امريکاڅېړنه يا تجديد نظر به د اپريل مياشتي ته بشپړ سي،چي په هغه کي به په افغانستاان کي د بهرنيو ځواکونو د کچي او اندازې او هم د نړيوالو ځواکونو او ملکي خلکو تر منځ د گډکار د کوښښونو لاري چاري په گوته سوي وي.

د دوی ليدنه کتنه پداسي حال کي سوې، چي کاناډا په افغانستان کي زيات کسان له لاسه ورکړي او د هغه هيواد لومړي وزير شتيفان هارپر، ويلي دي، د ناټوځواکونه نه سي کولای د وسلو او پوځ له لاري د افغان حکومت پر مخالفينو باندي بريالي شي.

د کاناډا لومړی وزير شتيفن هاپر په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره
د کاناډا لومړی وزير شتيفن هاپر په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سرهانځور: AP

د کاناډا لومړي وزير له CNN ټلويزيون سره په خپله يوه مرکه کي، څرگنده کړې وه، که سپين ووايم، موږ به پاڅون کوونکي مات نه کړای سو. تر کمه ځايه چي ما ته د افغانستان د تاريخ له لوستلوڅخه څرگنديږي، هغه هيواد تل په يوه او بله بڼه سره پاڅون درلودی.

لومړي وزير دا نظر په ډاگه کړی، چي په افغانستان کي بايد داسي يو حکومت جوړ سي، چي له دې پاڅونکونکو سره ګذاره وکړي.

دا څرگندوني په کاناډا کي له يو لړ نيوکو سره مخامخ شوې، خو MacKay د پنجشنبې په ورځ وويل، چي د هارپر تبصره د امريکا د ادارې له نظر سره سمه وه.

مککې دا هم ويلي دي، اوټاوا د واشنگټن له هغه پلان څخه ملاتړ کوي، چي په دې لانجه کي دي سيمي ته پاملرنه وسي، په تېره بيا د پاکستان رول ته.

ده زياته کړې،چي پاکستان هغه يو هېواد دئ، چي سړی يې هرومرو هغي لاري او پلانونو ته راشريکولای سي، چي په نتيجه کې د دواړو ملکونو حالت ته گټه رسوي.

MacKay دا له امکان څخه ليري وبلله، چي د دوی ځواکونه به له 2011 کال څخه وروسته په افغانستان کي پاته کيږي او دا يې د پارلمان پرېکړه بللې ده. ده جوته کړه، موږ نه شو کولای په افغانستان کي ديموکراسي او ادارې جوړې کړو، په داسي حال کي چي خپلو ته درناوی ونه لرو. له دې څخه د نوموړي هدف د خپل پارلمان پرېکړه وه.

ده وويل، کاناډا به وروسته له 2011 ميلادي کال نه هم په افغانستان کي د نړيوالو کوښښونو برخواله وي، خو نه په جگړو کي.