امريکا او مکسيکو د نفتو په برخه کې تړون لاسلیک کړ
۱۳۹۰ اسفند ۲, سهشنبهاعلان
د امريکا متحده ايالاتو او مکسيکو، د مکسيکو په خليج کي د تيلو او ګازو څخه د ګډي استفادې يو تړون امضأ کړی دئ.
د دغه تړون پر اساس به تر دې وروسته د تيلو را ايستلو ټول شرکتونه د دواړو هيوادونو د اوبو ګډ سرحد کي په گډه سره کار کوي. دغه تړون د دواړو هيوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو هيلري کلينتن او پاتريسيا له خوا په لوس کابوس، کي د G ۲۰ د هيوادونو د بهرنیو چارو د وزيرانو په غونډه کښي امضآ سو.