1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او جاپان پايلوبي ته ووتل

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

د ښځينه فوټبال د نړيوال جام سيالۍ خپلي وروستۍ مرحلې ته رسيدلي. د جولای د مياشتي پر ۱۷ نيټه به پايلوبه د جاپان او امريکا لوبډلو تر منځ ترسره سي. د جاپان د ښځو فوټبال لوبډله په لومړي ځل پايلوبي ته وتلې.

https://p.dw.com/p/11v3e
جاپانۍ لوبډله
جاپانۍ لوبډلهانځور: dapd

د ښځو فوټبال د نړيوال جام په سياليو کي د چهارشنبې په ورځ دوې، نيمه پايلوبي تر سره سوې. د نيمه پايلوبو په لومړۍ لوبه کي امريکا فرانسي ته په يوه زړه پوري لوبه کي ماته ورکړه. امريکا دغه لوبه ۳:۱ په مقابل کي وګټله.

د نيمه پايلوبو دوهمه لوبه د جاپان او سويډن لوبډلو تر منځ وه، چي دغه لوبه د جاپان په ګټه تمامه سوه. جاپان په دې وتوانيد چي سويډن ته ۳ ګوله ورکړي، خو په جواب کي يې سويډن دومره ښه ونه ځليد او يوازي د ۱ ګول په ور کولو وتوانيدی.

د جاپان لوبډلي د دغه لوبي تر ګټلو ددې خبري امکان ډير سو چي دغه جام آسيا ته لاړ سي.

د جولای پر ۱۷ نيټه د يکشنبې په ورځ به د آلمان د فرانکفورت په ښار کي د جاپان او امريکا تر منځ د ښځو د فوټبال نړيوال جام پايلوبه تر سره سي.

د ښځو د فوټبال د نړيوالي درجه بنديو پر اساس امريکا په دغه قطار کي لومړی ځای لري او جاپان څلورم. د امريکا د متحده ايالاتو د ښځو د فوټبال ټيم ۳ ځلي اولمپيک اتلولۍ ګټلي دي.

دويچه ويل/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل