1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او اروپا لبنان سره مالي مرسته کوي

۱۳۸۵ بهمن ۵, پنجشنبه

د لبنان په اړه د مرستو جلبولو يو نړيوال کنفرانس نن پنج شنبه په پاريس کې تر سره کېدونکی دی. ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې به د لبنان د بيارغاونې دپاره پنځه مليارډه ډالره راټول شي. د امريکا متحده آيالات او اروپايي اتحاديې د مرستې ژمنې کړي دي.

https://p.dw.com/p/DKFc
د لبنان لومړی وريز فواد سينيورا
د لبنان لومړی وريز فواد سينيوراانځور: AP

د امريکا متحده آيالات غواړي چې د جگړه ځپلي لبنان دپاره 770 مليونه ډالره چمتو کړي. د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزيره دغه مرستې د اوسني لومړي وزير فواد سينيورا د دولت د تقويه کولو پورې تړي چې له هغه سره به دا په پاريس هم وويني. دغه پيسې وړاندې له دې د امنيتي ځواکونو د روزنې په موخه هم ښايي ولگول شي. اروپايي اتحاديې په خپل وار د 400 مليونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. دغه پيسې په تېره بيا د سمښتونو دپاره او همداراز د ماينونو د پاکولو په موخه برابرې شوي دي.