امريکا، افغانستان او پاکستان ګډ ستراتيژيک دفتر جوړوي
۱۳۹۲ دی ۲۹, یکشنبهدغه دفتر په داسي حساسو شرايطو کي جوړيږي چي نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه وزي او د افغانستان امنيت د امريکا او پاکستان ترمنځ په همکاريو پوري تړلی دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنوري ۱۹) په کابل کي یوه خبري کنفرانس ته وويل: «که له افغانستان او پاکستان سره د امريکا د ستراتيژيکو همکاريو دفتر د افغانستان او امريکا ترمنځ د همکاريو د پراختيا او ښه کولو په ګټه وي موږ د هغه هرکلی کوو.»
موسی زي وويل د دې دفتر د جوړولو يو هدف دادی چي په ۲۰۱۲ کال کي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو لاسليک سوې موافقتنامه وڅاري.
دا په داسي حال کي ده چي د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون پرسر جنجال لا پرخپل ځای پاته دی. افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون د لاسليکولو له پاره د سولي د عملي خبرو اترو پيلول او د افغانانو پر کورونو باندي د بهرنيو ځواکونو له خوا د عملياتو بندول شرطونه ايښي دي.
په چين کي د اسيا د زړه کنفرانس
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي په پلان کي ده چي د روان کال په اګست مياشت کي د آسيا د زړه هیوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون د يوه کنفرانس کوربه توب وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي چي په دغه کنفرانس کي به د آسيا په زړه کي له تروريزم سره د مبارزې او اقتصادي همکاريو په اړه بحثونه وسي.
موسی زي وويل: «د دغه کنفرانس يو مهم بحث به په سيمه کي په ځانګړې توګه په افغانستان کي له تروريزم او افراطيت سره صادقانه مبارزه وي. د دغه کنفرانس يوه ډېره مهمه موضوع به د آسيا په زړه کي له يوه هيواده بل هیواد ته د تروريستانو د تګ راتګ پر مخنيوي باندي بحث کول وي.»
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې باور دی چي تروريزم د آسيا د زړه ټول هيوادونو ته تاوان رسوي او بايد په ټولو يوه ګډه حل لاره ورته ولري.
موسی زي وويل چي له تروريزم سره د مبارزې له پاره د آسيا د زړه هیوادونو له خوا ډېر پلانونه تر بحث لاندي نيول سوي دي خو اوس هغه وخت رارسېدلی دی چي دغه پلانونه عملي سي: «موږ بايد تردې وروسته عملي مرحلې ته ورننوځو. موږ باوري يوو چي چين هيواد به چي له افغانانو سره تاريخي دوستي لري د دغه پروسې په پرمختګ کي ډېر مهم رول ولري.»
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، تر هغه وخته پوري چي د تروريزم ريښې په پاکستان کي نه وي ايستل سوي، له تروريزم سره به مبارزه اغېزمنه نه وي.