امريکاپه افغانستان کي خپلو اهدافو ته نه ده رسېدلې.
۱۳۸۶ آذر ۵, دوشنبهاعلان
د واشنګتن پوست ورځپاڼي پخپله پرونۍ ګڼه کي کښلي دي، چي که څه هم آريکايانو او ناڼو د تندلارو طالبانو د مقاومت کونکو په مقابل کي يو لړ پوځي برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو په امنيتي او اقتصادي چارو کي او دغه ډول د کابل د حکومت د کارپه برخه کي هيڅ پرمختګونه ندي ترلاسه سوي.
واشنګټن پوست دغه تبصره د امريکې د متحده ايالتونو د امنيتي جرګې د يوې څېړني پربنسټ کړې ده.
لکه څنګه چي د امريکې د استخباراتي څانګي کارپوهان وايي، طالبان نن ورځ په افغانستان کي خپلو د فعاليتونو لمن پراخه کړې او له بله پلوه په دغه هيواد کي د کوکنارو کښت هم ډير سوي، او د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت لکه د پخوا په شان ډير ضعيف حکومت دی، خو د طالبانو له نظره دوی ځان د پرمختګ په حال کي ويني او دوی کولای سي نوي جنګيالی پيداکړي.