امريکايی قواوي پر مارجه باندي د حملې دپاره تياری نيسي
۱۳۸۸ دی ۳۰, چهارشنبهپر ولسوالۍ باندي د حملي لپاره تياري نيسي، دا په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د زياتولو لپاره د بارک اوباما د ژمني څخه وروسته لومړي لويه حمله ده چي د طالب ياغيانو د ټکولو په هدف تر لاس لاندي نيول کيږي .
د امريکايي ځواکونو قوماندان، دګرمن کالورت ورث، چي ددغي ولسوالۍ په شا خوا کي يې دخپلو ځواکونو سره سنګر نيولی دی،د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل : « مونږ مارجې ته ډير ډير نژدې يو. »
دغه امريکايي قوماندان د خبرداري په ډول وويل :
«اوس طالبان يا د مخدره موادو قاچاقبران، پخپله اختيار لري، چي د جنګ او مقاومت لار نيسي او که د افغانستان د قانوني حکومت سره د يو ځای کيدو لار .»
د متحده ايالاتو د ځواکونو قوماندان، ډګرمن ورث، وويل : د دغي ستري حملي ماموريت دا دی چي په نوموړي ولسوالۍ کي د نوي ټاکل شوي ولسوال، حاجي ظاهر تر مشری لاندي حکومتي واکمني ټینګه کړي .»
ورث اضافه کړه : دده د ځواکونو تر څنګ د افغانستان د ملي اردو سرتيري هم وجود لری او په دې کي شک نسته ،که چيري طالبان تسليم نسي او جګړې رامنځته سی ، نوامريکايي او افغان ځواکونه سرښندنو ته تيار دي . ده زياته کړه چي ځیني سرتيري د نوموړي ولسوالي په شا او خوا کي لا مخکي له ځينو اورپکو سره لاس او ګريوان شوي دي ،چي د هغه د خپلی خبري له مخی « غليم» ته يې مرګ ژوبلي اړولي دي .
د امنيتي دلايلو له امله د غټي حملي لپاره تر اوسه پوري د نيټې اعلان نه دی شوی، که څه هم ځينو چارواکو وويل چي کيدای شي چي د فبروری په سر کي د يرغل امر صادر شي، دا په داسي حال کي چه همدا اوس د مارجې دولسوالۍ په شا او خوا ساحو کي د امريکايي او افغان ځواکونو ګزمې او پيرې پيل شوي دي .
د مارجې د نوي ولسوال ، حاجي ظاهر سره په يوه انتقالي دوره کي به امريکايي ځواکونه مرسته وکړي، خو تر هغه وروسته د نوموړي ولسوالي لپاره هغه خپل حکومتي پلان جوړ کړی، چي څرنګه د هغې له اوسيدونکو سره مرسته وکړي . د مارجې د ولسوالۍ ډير بزګران مجبوره شوي دي چي په خپلو ځمکو کي ترياک وکري .
هلمند د افغانستان د نشه يي موادو لوی تولیدونکی ولايت دی، د دغو توکو له عايداتو څخه طالب اورپکي خپل بغاوت تمويلوي .
که چيري دغه پوځي ماموريت بريالي سي، نو ولسوال حاجي ظاهر به وکولای سی چي خپل حکومتي کارونه دا ډول د عمل په ډګر کي پلي کړي ، لکه څنګه چي يې دی غواړي .
د مارجې د ولسوالۍ يوه برخه تر 1950کال وروسته د امريکاد متحده ايالاتو له خوا د کرهني د يوې سيمي په توګه د اوبو په پرمختللو کانالونو سره جوړه شوې وه .
بين امللي او افغان ځواکونو په تيرو کلونو کي څو ځلي هڅه وکړه چي دغه ولسوالي د طالبانو له کنترول څخه راوباسي . خو هغه لا تراوسه په هلمند کي د هغوی د يوي مهمي او ستري هډي په حيث پاته ده . کله چي په 2008 کال کي طالبان د هلمند له ځينو نور سيمو څخه وايستل سول، د هغوی ډيری په مارجه کي بيرته ديره شول .
نظامي چارواکي وايي چي طالبان هم ښايي د پلان شوي ستري حملي په مقابل کي تياری ونيسي ،او ځانو ته سنګرونه جوړ کړي او په مقاومت لاس پوري کړي .
پر مارجه باندي د امريکايي ځواکونو د هجوم لپاره ګمارل شوی قومندان، ډګرمن ورث وويل : « په همدې وجه د امريکا خلک بايد پوه سي چي مونږ دلته څه کوو. اوهم بحري سرتيري بايد پوه سي چي کيدای شي مرګ ژوبلي پيبښي شي . او که چيري مرګ ژوبلي پيښي سي، دا بايد ومنل شي چي هغه د جګړې يوه برخه ده . »
AG/AFP/ حکيم باري
کتونکی : محمد قاسم نوري