1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي پوځ به ډير ژر په موبايل الوتکو سمبال سي

۱۳۹۰ مهر ۲۶, سه‌شنبه

امريکايي چارواکي وايي، چي ډير ژر به يې ځواکونه د داسي الوتکو څخه کار واخلي، چي د هر پلي عسکر په پوځي توبره کي ورسره وي. دغه الوتکي په کمرو مجهزي دي او د هدف تر په نښه کېدو وروسته په خپله د توغندي کار کوي.

https://p.dw.com/p/12u7E
انځور: fotolia

پر دغو راکيټي الوتکو د «سويچ بليد» نوم ايښودل سوی دئ. د الوتکي ټول وزن تر دوه کيلو څه کم دی، او دونه کوچنۍ دي، چي امريکايي ځواکونه يې کولای سي په خپلو بيکونو کي د ځان سره انتقال کړي.

الوتکه د يو پيپ څخه هوا ته توغول کيږي، او تر توغولو لږ وروسته يې وزرونه پرانستل کيږي او په هدف پسي گرځي.

سويچ بليد د «ايرو وارومينت» د شرکت لخوا جوړه سوې ده. الوتکه تر توغولو وروسته د توغونکي لخوا د يوې سکرين داره الې په واسطه کنتروليږي او هر وخت چي په الوتکه کي ځای پر ځای سوي کمرې لخوا هدف په سکرين يا هنداره کي راغلی ورباندي توغول کیږي.

د دغي الوتکي د توليدکونکي شرکت لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي وروسته ترهغې چي الوتکه د ژوندۍ ويډيو له طريقه خپل کنترول کونکي ته هدف و استوي، د الوتکي کنترول کونکي سرتيری کولاي سي، چي د دغي الوتکي انفجاري مواد فعاله کړي او پر دښمن يي ور وتوغوي.

دغه شرکت ويلي دي، چي الوتکه کيدای سي چي په وروستيو شيبو کي هم خپل عمليات لغو کړي. دغي کمپنۍ زياته کړې چي نوي الوتکي به امريکايي ځواکونو ته د دښمن په نښه کولو کي تر ټولو ډير کنترول او واک ورکړي.

په روان وخت کي د امريکا د متحده ايالاتو پوځ د لويو بې پيلوټو الوتکو څخه په پاکستان او نور سيمو کي د ترهګرو په نښه کولو کي کار اخلي. دغه بې پيلوټه الوتکي چي د «ريپر» او «پريديتور» په نومونو ياديږي د ځان سره قوي توغندي ليږدوي، چي اکثره وخت د ملکي تلفاتو عامل کيږي.

د دغو الوتکو استعمال د پاکستان او متحده ايالاتو په اړيکو کي د پام وړ ترينگلتيا راوستې.

د افغانستان په جګړي کي هم متحده ايالات ډيری وخت د څرخي الوتکو او توپونو په وسيله د طالبانو په وړاندي جګړه پر مخ بيايي خو د دغو دواړو وسلو کارول د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ هم شخړي رامنځ ته کړي دي. په دغه شان بريدونو کي ډيری وخت ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي چي افغان حکومت يي له ډير پخوا څخه د درېدو غوښتنه کړې ده.

د سويچ بورد د جوړونکي کمپنۍ د چارواکو په حواله دغه الوتکه به د ملکي تلفاتو امکان ډير لږ کړي. ځکه چي کنترول کوونکی يې د هدف په ليدو سره کولای سي د بريد کولو او يا هم نه کولو پريکړه وکړي.

د متحده ايالاتو پوځ د روان کال په جون مياشتي کي د ايرو وارمينت د کمپني سره د ۴.۹ميليونو يورو په ارزښت يو قرارداد لاسليک کړ، چي له مخي يي دغه له لري لاري کنتروليدونکي الوتکي د امريکا متحده ايالاتو پوځ ته جوړي کړي.

خو دا لا څرګنده نه ده چي د امريکا پوځ به څومره د سويچ بليد الوتکي تر لاسه کړي او له دغو الوتکو څخه به په کومو ځايونو کي کار واخلي.

فرانس پريس/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل