1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجله: امريکايي پوځيان پر داعش د بمبار اجازه لري

۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو حکومت خپل پوځ ته اجازه ورکړې ده چي په افغانستان کي پر داعش باندي بمبار وکړي. مخکي تر دې امريکايانو يوازي په درو برخو کي د بمبار اجازه لرله.

https://p.dw.com/p/1Hha5
انځور: AP

د امريکا متحدو ايالاتو پوځي مجلې «Stars and Strips» د چهارشنبې په ماښام خبر ورکړی دئ، چي دغه نوی قانون تيره اوونۍ تصويب سوی دئ.

مجلې ليکلي دي چي په افغانستان کي امريکايي ځواکونو تر دې وروسته کولای سي، چي د داعش پرضد فعاله مبارزه وکړي.

تر دې دمخه يوازي په درو برخو کي امریکايي هوايي ځواکونو اجازه لرله چي بمبار وکړي: د بهرنيو ځواکونو ساتل، د افغان ځواکونو ملاتړ او د تروريستي شبکې القاعدې غړي په نخښه کړي.

خو له دې سره سره له دوبي راهيسي پر تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د بې پيلوټه الوتکو بمبار زور اخيستی دئ.

تيره اوونۍ امريکا متحدو ايالاتو د داعش د افغانستان ښاخ چي «خراسان» نومول سوی د تروريستي سازمانونو په ليست کي راوست.

تيره اوونۍ د ننگرهار ولايت د اچين ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب مجاهد، خبري رسنيو ته وويل چي په ژوره سيمه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» لس غړي د امریکا د بې پيلوټه الوکي بريد کي ووژل سول.

ويل کيږي چي په دغه بريد کي د دغي ډلي د افغانستان د ښاخ چي «خراسان ولايت» نوميږي مشر حافظ سعيد هم وژل سوی دئ.