امريکايي هوايي بريد ۱۰ افغان امنيتي ځواکونه وژلي
۱۳۹۶ خرداد ۲۰, شنبهاعلان
دغه پېښه د هلمند د ولايتي شوار د غړې، راضيه بلوچ په خبره، د جمعې په ورځ د ناد علي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې رامنځ ته شوې ده. عمر ځواک، چې د هلمند د والي وياند دی، پېښه تائيد کړې، خو ويلي يې دي چې د افغان ځواکونه يوازې دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
ځواک دا هم ويلي دي چې «موږ نه پوهيږو چې افغان ځواکونه د طالبانو د راکټونو که د متحده آيالاتو د هوايي بريد له کبله متضرره شوي دي.»
په افغانستان کې مېشتو د متحده آيالاتو وسلوالو ځواکونو وروسته يوه بيانيه خپره کړه چې پکې ويل شوي چې «يو هوايي بريد د مرګژوبلې سبب ګرځېدلی دی» او دا چې يوه څېړنه په لاره اچول شوې ده.
د هلمند د مرکز لښکرګاه پرته نورې ټولۍ ولسوالۍ يا د طالبانو د بشپړ کنترول لاندې دي يا دا چې د هغوی تر سخت اغېز لاندې راغلې دي.