امريکايي قواوي دي اوس د عراق څخه نه وزي
۱۳۸۹ مرداد ۲۱, پنجشنبهاعلان
د برتانيې د ګاردينز ورځپاڼه ليکي چي د عراق د پوځ جنرال ويلي دي چي عراق پوليس اوس ددې جوګه نه دي چي د هيواد امنيتي چاري په خپله وساتي.
په بغداد کي په امنيتي غونډه کي د عراق د پوځ استازي جنرال بابکير زيباري ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات دي په عراق کي خپل ماموريت نور هم اوږد کړي. ځکه د هغه په خبره عراقي پوليس د امريکايي ځواکونو پرته نسي کولای چي امنيت ټنګ کړي.
د امریکا د متحده ايالاتو جمهورريس بارک اوبام پرېکړه کړې چي تر ۲۰۱۱ کاله پوري به د عراق څخه ټول امريکايي عسکر و باسي.
ددې سره د امريکايي ځواکونو په وتلو د رواني يعني اګست د مياشتي په وروستيو کي پيل کيږي.
ag/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم