امريکايي سرتيری د مرگ له سزا سره مخامخ دی
۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبهاعلان
د ۱۶ افغانانو د شکمن قاتل په قضیه کښي د امريکا نظامي محکمه کوښښ کوي چي تورن عسکر روبرت بېلیس ته د اعدام سزا ورکي. نظامي محکمې د اسنادو او شواهدو تر ارزیابۍ وروسته د چارشنبې په ورځ د دغه ۳۹ کلن عسکر د محاکمې د شروع کیدو اجازه ورکړه. د محاکمه کیدلو نیټه تر اوسه پوري نه ده تعین سوې. محکمه به واشنګټن ته نژدې په لیوس مک چارد کښي دایریږي. محکمې ویلی دي چی حکومت به د متهم له پاره د اعدام سزا وغواړي. د دې دمخه محکمې په نوامبر کښي د تحقیقاتو په جریان کښي دا ارزیابي کړې وه چي آیا د ده د محکمې له پاره کافي شواهد او اسناد وجود لري؟ بېلس د سږ عیسوي کال په مارچ کښي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي خپلي قرارګاه ته نزدې ۱۶ تنه ملکي افغانان وژلي دي، چي اکثره یې ښځي او کوچنیان ول.