1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي او تاجکي چارواکي د سيمي پر امنيت ږغيږي

۱۳۸۹ شهریور ۹, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د مرکزي او جنوبي اسيا د چارو د ريس مرستيال رابرت بلايک نن دوشنبې ته رسيږي تر څو هلته د هغه هيواد د جمهورريس امام علي رحمان سره د سيمي پر امنيتي وضعيت خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/Ozzh
د تاجکستان د جمهوري رياست ماڼۍ
د تاجکستان د جمهوري رياست ماڼۍانځور: RIA Novosti

په دوشنبې کي د امريکا سفارت ويلي دي چي رابرت به د تاجکستان د جمهورريس رحمان سره د سيمي او افغانستان پر امنیتي وضعيت سربيره د دواړو هيوادونو پر همکاريو باندي هم خبري وکړي.

تاجکستان د افغانستان سره ۱۳۴۴ کیلومتره ګډ سرحد لري او څو واري يې په رسمي ډول په افغانستان کي د امنيت د ټينګولو په برخه کي پخپل ږغ پورته کړی او هر وخت يې علاقمندي ښودلې ده.

څو ورځي وړاندي د روسيې د مجمهورريس مرستيال په ټنګار سره ويلي ول چي موږ ته د سيمي د خوا د نشه يي موادو تهديد ډيره غټه ستونزه ده.

تاجکي امنيتي ځواکونه ډير ځله د افغانستان سره په ګډه پولي کي د نشه يي موادو د قاچاقبرو سره وسلوالي نښتي کړي چي د مرګ ژوبلو څخه هم خالي نه وي.

ټاکل سوې ده چي د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت استازی رابرت بلايک به د تاجکستان د سياسي ګړيو او ملکي وګړو د استازو سره هم وګوري.

په دوشنبې کي د امريکا سفارت وايي چي تر دې ليدني کتني وروسته به رابرت مسکو ته سفر وکړي.

انترفکس: نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم