امريکايي او بريتانيايي ځواکونو په هلمند کي اډې خالي کړې
۱۳۹۳ آبان ۴, یکشنبه
د نړیوالو پوځونو په سیمه ییز مرکز کې د امریکا متحدو ایالاتو او بریتانيا بیرغونه د طالبانو رژیم تر راپرځول کیدو وروسته د افراطیانو پر ضد د متحدو ایالاتو په مشرۍ تر پېل شوي ۱۳ کلني جگړې وروسته د وروستي ځل له پاره راښکته کړل شول.
رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په هلمند ولایت کې د بهرنیو پوځونو له اډې څخه د سرتیرو د راوتلو وخت د امنیتي دلایلو له کبله پټ ساتل شوی وو.
په هلمند ولایت کې «کمپ لېدرنېک» د متحدو ایالاتو ستره پوځي اډه ده چې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي. په داسې حال کې چې نړیوال ائتلافي ځواکونه له افغانستان څخه راوځي، نو د ټول هیواد په کچه به له یاغیانو سره جگړه افغان امنیتي ځواکونه پر مخه بیایي.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ په حواله په عین وخت کې بریتانوي ځواکونو هم د بېسچن، له پوځي اډې څخه خپل سرتیري راایستلي دي.
یو وخت دغه ځای د «سویل لویدیځ» له پاره د گډي قومندې مرکز وو چې د پرسونل شمیر یې شاوخوا ۴۰ زرو ته رسیدی. د بحري ځواکونو کپتان راین ستین بیرگ، چې د ځواکونو د وتلو د چارو څارنه یې پر غاړه ده ویلي دي: «اوس دا ځای خالي دی، کله چې زه دلته راغلم نو هر څه په حرکت کې ول. شاوخوا خدمات وړاندي کیدل او خلک وو.»
د تازه رسمي اټکلونو له مخې په وروستیو وختونو کې په دغه مرکز کي د نړیوالو ائتلافي ځواکونو شمیر ۴۵۰۰ تنو ته رسیدی او د چارواکو په وینا پاته وروستي کسان به هم ژر له دغه مرکز څخه راووځي.
د بهرنیو ځواکونو تر راوتلو وروسته به د افغانستان د ملي اردو ۲۱۵ قطعه په دغه پوځي اډه کې مېشته شي او هیڅ کوم بهرنی سرتیری به په هلمند کې حضور و نه لري. د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي، د هلمند ولایت چې پکښې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه پوري تارياک تولیدیږي او دغه نشه يي مواد له طالبانو سره د ترهگرۍ په تمویلیدو کې مرسته کوي سږ کال د سختې جگړي شاهد وو. طالبانو غوښتل چې له افغان ځواکونو څخه د سنگین ولسوالي ونیسي.
دغې جگړې داسي انديښنې راپارولي وې چې گویا افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د متحدو ایالاتو او د متحدینو د هوایي او استخباراتي ملاتړ پرته پر طالبانو بر لاسي شي.
د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ائتلافي ځواکونو او افغان چارواکو ویلي دي چې د روان کال په دوبي موسم کې افغان امنیتي ځواکونو جگړه په خپله پر مخ بیولې او هیڅ کومه سیمه یې له لاسه ورکړې نه ده. د سویل لویدیځ قومندې له مرکز څخه ډگر جنرال دینیل یو، ویلي دي: «زه په محتطانه ډول دې ته خوشبینه یم چې افغان ځواکونه به خپل ثبات وساتي.»
نوموړي جنرال په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې د افغان اردو او پولیسو بریا په مشرتابه، کې د هغوی لوژیستکي اکمالاتو د تأمینیدو په دوام او د باور په رامنځ ته کولو پوري تړلې ده.
د نوموړي جنرال په وینا «موږ چې څه کوو هغوی [افغان ځواکون] تر هغه زیات څه کول غواړي.» افغان امنیتي ځواکونه هره میاشت په سلونو عسکر په جگړه، قتلونو او د یاغیانو په بریدونو کې له لاسه ورکوي.
په ۲۰۱۰م کال کې په هلمند ولایت کې د نړیوالو ځواکونو د شمیر زیاتیدو ته توجه وشوه، څو يو شمېر سيمي بيا د طالبانو له کنترول وایستل شي. په دغه ترڅ کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمیر ۱۴۰ زرو تنو ته ورسید.
د ۲۰۱۵م کال د جنوري میاشتې پر لومړۍ نېټه به دغه شمیر شاوخوا ۱۲۵۰۰ سرتیرو ته راکښته شي، چې زیاتره توجه به د افغان ځواکونو روزلو او تجهيز ته واړوي.