1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايان: موږ بايد خپل هيواد وژغورو

۱۳۸۸ شهریور ۲۲, یکشنبه

دشنبي په ورځ دامريکا دمتحده ايالتونو دکانګرس دودانۍ کپيټول په مخکي په زرهاوو، حتي لسهاووزره کسه راغونډشوي وو. ځني يي په هلته ولاړومجسمو ختلي وو...

https://p.dw.com/p/Je4v
د لاريون کونکو اعتراض زيادتره دحکومت دروغتيايي سمښت پر ضد وو.
د لاريون کونکو اعتراض زيادتره دحکومت دروغتيايي سمښت پر ضد وو.انځور: AP

دوي په خپلو لاسونو کي دامريکا دمتحده ايالتونو بيرغونه نيولي وو، اوپلاکاتونه يي پورته کړي وو،چي اوبامايي دهيتلر له بريتو سره ښوده . اونورو په خپلو پلاکاتونو باندي ليکلي وو «دروغجنه» . ډيري کورنۍ له خپلوماشومانو، اوډيرزاړه خلک په خپلو عرابه لرونکو څوکيو ، اوډير نورخلک دي مظاهري ته دمحافظه کارو ډلو په بلنه راغلي وو. اودآمريکا له ډيرو برخو څخه مايوسه او په غصه شوي مظاهره کونکيو دابلنه منلي وه لکه ددي ښځي په شان چي ويلي يي:

زه ليندا داليون نوميږم اود انديانا له ايالته څخه راغلي يم مونږ بايد خپل وطن بچ کړو، ځکه چي دمونږ وطن له ستر خطر سره مخامخ دي.

دي ويلي چي جمهوررييس اوباما اودهغه حکومت دخلکو رعايت نکوي، نودوي بايده دي نور واک ونلري .دهغي ترشا يوه ډله چي تور تابوت يي په اوږو نيولي وو روانه وه .دوي ناري وهلي ، داوباما له راتلو سره په خپل مسوليت باندي پوه مالي سياست مړ شويدي .نوموړي مظاهره کونکي دحکومت داقتصادي تمايلاتو دلوړيدو لپاره پروګرامونو په ضدچي دتصديو دبچولو لپاره يي جوړ کړيدي،همدغه ډول د دولت دزياتو پوروړي کيدو، او په ډيرو مسايلو کي دحکومت دلاس وهلو په ضد احتجاج کاوو .

خواعتراض يي زيادتره دحکومت دروغتيايي سمښت په ضد وو. همدغه ډول په اصطلاح دمرګ دجرګه ګيو په هکله پريکړو څخه هم ډارموجود وو، ځکه ويل کيږي چي داوباما روغتيايي سمښت به پدي هکله هم پريکړه وکړي چي آياد زړوسختو ناروغانو درملنه دهغو دژوندانه داوږدولو لپاره وشي اوکنه؟ همدغه ډول ديموکرات سناتور تدکنيدي باندي چي په همدي وختو کي مړ شوي اودمحافظه کارانو ډير بد ايشيده مسخری کيدي. مظاهره کونکو يو پلاکات چي پري ليکلي وو، روغتيايي سمښت له ادوارد کنيدي سره يو ځاي خښ کړي هم جګ کړي وو. دليندا دالين په لاس کي هم داسي يو پلاکات وو دي ويلي:

زه پوهيږم چي دا ښه کارندي خودوي زه دي حدته رسولي يم کنه زه پخوا داسي نه وم. فضا اودخلکو سلوک ځاي ځاي دوطن دوستۍ نه ډک، او ځاي ځاي رښتيانۍ تيري کونکي دي دسي بي اس دتلويزيون په يوي خبريالي باندي چي غوښتل يي له يوو مظاهره کونکي سره مرکه وکړي،په عصبانيت سره غږ کيږي چي ځه ورکه شه . او زياتيږي چي سي بي اس يو غير آمريکايي کانال دي چي له اوباما سره په يوو بسترکي څملي. ددي د فلم اخيستونکي ټيم اودنوموړي خبر یالي له څيري څخه، پداسي حالکي چي مظاهره کونکي يي تعقيبوي ډارڅرګنديږي.

اودوه کسه ځوانه کي سم کوهن اودهغه ملګري سم ګيل من چي دزمري سوري ته يي دننوتلو زغرده کړيده، او په خپل پلاکات باندي يي ليکلي دي چي، مونږ اوباماته هو وايو، يوي ګوښي ته ولاړدي. سم ګيل من وايي:

مونږ دلته ولاړ یو چي ددي درواغو په وړاندي مقابله وکړو . په همدي وخت کي نومورړي ځوانوکي ته ديوي مظاهره کونکي لخوا مزاحمت کيږي، دده شاته يوه ښځه يو پلاکات پورته کوي چي په هغه کي اوباما ديووبلاته ورته بڼي لرونکي سړي په توګه ښکل شويدي . خواوباما له هغه ځايه ۱۵۰۰کيلومتره لري په مينياپوليس کي په خپلي ويناکي خپل پلويان دروغتيايي سمښت پلوۍ ته هڅوي او وايي:

ما کلکه پريکړه کړيده چي خپلي طرحي عملي کړم،ځکه چي دکوم کارنکول کوم لري ليد ندي .اوله خلکو څخه ناري پورته کيږي چي هو مونږ کولای شو . پدي ځاي کي داوباما ډير تود هرکلي کيږي خو دي مجبوره دي چي دخپل ګوند ځني غړي هم قانع کړي . ډيري ديموکراتان لدينه ډارلري چي دروغتيايي سمښت لګښت به ډير زيات وي او کيداي شي چي دوي په راتلونکو ټاکنوکي بايلي . دواشنګتن دمظاهري په ډيرو پلاکانتونوکي سړي لوستلای شواي چي مونږ به په ۲۰۱۰کالکي غچ واخلو.

Müller, Sabine Wash/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل