امريکايان له افغانانو سره پوځي معلومات او پلانونه شریکوي
۱۳۸۸ اردیبهشت ۲, چهارشنبهتر څو د ملکی خلکو د مرګ ژوبلو مخه ونیسی. د دفاعی پالیسیو لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزارت معینی، Michele Flournoy وویل. ، د دی لپاره چی په راتلونکی په افغانستان کی د ولسی وګړو تر مینځ د مرګ ژوبلو مخه ونیوله شی ، د یاغیانو پرضد عملیاتو کی به د متحده ایالاتو تر مشری نړیوال ځواکونه خپل حساس معلومات له افغان پوځیانو سره شریک کړی.
میرمن Flournoy په واشنګتن کی د ستراتیژیکی او نړیوالو مطالعاتو مرکزی کی یوی غوندی ته وویل:
«په دی تیرو اونیو کی مونږ په ځینو اقداماتو لاس پوری کړی دی، مونږ د افغانستان د دفاع وزارت سره یو ځای کار کوو تر څو د افغانستان ټول امینتی ځواکونه له پوځیانو څخه نیولی تر استخباراتی چارواکو پوری زمونږ د عملیاتو په تولو برخو کی ګډون ولری، له پلان جوړونی څخه نیولی تر د هغو پلی کولو پوری.»
هغی یادونه وکړه: د دغو نژدی همکاریو موخه دا هم ده تر څو د افغانانو د له تخصص، معلوماتو او حساسیتونوپه پام کی نیونی سره د عملیاتو لپاره پوځی پلانونه جوړ شی.
میرمن Flournoy چی د افغانستان په وړاندی د جمهور رییس اوباما د نوی ستراتیژی په جوړولو کی یی مرسته هم کړی ده، وویل په دی کی د افراطینو پر ضد د ډیرو حساسو مستقیمو عملیاتو په اړه معلومات هم شامل دی.
هغی زیاته کړه. د امریکا پوځ اوس لاس په لاس له افغان پوځیانو سره په هر ممکنه اړخ کی ګډ کار کوی.
خو د دفاع وزارت معیینی د دی پوښتنی په هکله جزییات بربڼډ نه کړل ، که له افغانانو سره د حساسو معلوماتو د شریکولو په نتیجه کی دا معلومات د یاغیانو لاس ته ولویږی ، څه ډول مخ نیوی په پام کی دی.
په افغانستان کی د یاغیانو پر ضد د ناتو او د امریکا متحده ایالاتو تر مشر ی لاندی نړیوالو ځواکونو د عملیاتو سره د ملکی وګړو د مرګ ژوبلی پیښی، د افغان حکومت او د هغه د لویدیځو ملاتړ کونکو تر مینځ تاو تریخوالی زیات کړی دی. جمهور رییس کرزی تیره اونی د متحده ایلاتو تر مشر ی لاندی د ځواکونو قوماندان جنرال داوید میکرنان وغوښت او له هغه څخه یی په کنړ او خوست کی د وروستیو ملکی وګړو د وژلو د پیښو په هکله د څرګندونو او روښانتیا په هکله پوښتنه وکړه.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت معیینی میرمن Flournoy وویل : « زه فکر کوم چی د متحده ایالاتو پوح په دی هکله سخته اندیښنه لری.
باری حکيم
کتونکی: يحيی وردک