1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکابايد د بمباريو او شپې د عملياتو څخه لاس واخلي

۱۳۸۷ اسفند ۲۲, پنجشنبه

په امريکا کښي 17ملي ارگانيزاسيونو د امريکا د کانګرس څخه غوښتي دي ،چی افغانستان ته اضافي عسکر ونه ليږي ...

https://p.dw.com/p/HAbj
د هلمند په سيمه کي بهرني ځواکونه د عملياتو پر مهال
د هلمند په سيمه کي بهرني ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

په دې اړه د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د دې ټولنو د يو تن رييس سره مرکه کړې چي پښتو لنديز يې تاسو ته وړاندي کوو.

دويچه ويلي: ښاغلي مارتين ، 17 ملي ارگانيزاسيونونو د امريکې له کانگرس څخه غوښتي دي، چې د اوباما څخه وغواړي، افغانستان ته د خپلو عسکرو د زياتوالي په هکله له سره غور وکوي.تاسي ددې څومره چانس وينئ چې پارلمان به جمهوررييس ته دا ليک لاسليک کوي او ورڅخه به وغواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر زياتوالي باندي غور وکوي؟

مارتين:دا چانس سل په سلو کې شته، چې د پارلمان گڼ شمېر غړي به دا ليک امضاء کوي.موږ له ښي لاسو، چپ لاسو او منځ لارو ډلو او گروپو سره په شريکه کار او کوشش کوو، تر څو دا ليک د دې اونۍ تر پايه پورې بشپړ شي او له اوباما څخه وغواړو، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر څرنگوالي باندې د سره غور وکوي .

دويچه ويلي:تاسې په خپل ليک کې راوړي، چې په افغانستان کې به د 17000 اضافي سرتېرو د فعاليت نتيجه برعکس او منفي وي. ولې؟

مارتين:دلته د ډول ډول ټولنو لخوا څېړني شوي، او ټولې همدا څرگندوي، چې په افغانستان کې به د عسکرو زياتوالي د مخالفينو مخه ونه نيولی شي. د امريکې حکومت کولی سي د دې حالت تر قابو لاندې راوستلو په غرض پرته له نظامي عملياتو څخه نور ډېر اغېزمن کارونه وکوي، کوم چې د عامو وگړو د پاره لږ زيانمن وي. مثلأ د بمباريو څخه لاس واخلي، د شپې د عملياتو څخه ډډه وکوي ، په هغه هېواد کې موجود ماينونه پاک کړي او ورته د بشري مرستو او پرمختيايي چارو مالي امکانات زيات کړي. دا دي د حل معقولي لاري.

دويچه ويلي:ښاغليه مارتينه، په افغانستان کې عمومي او امنيتي حالات ورځ په ورځ مخ پر خرابېدو دي. تاسي، ستاسي ټولنه او يا دا نورې 16 ټولنې په افغانستان کې د مخالفينو سره د چال چلند په هکله کومه بله چاره او تدبير وينئ؟

مارتين:دا چې اوباما غواړي له نرمښت پلوه طالبانو سره د خبرو اترو لاره راونيسي، زموږ په خيال هم سم کار دئ.گڼ شمېر ډلي او گروپونه د خپلو مبارزو اوږد تاريخ لري ، نو ښايي چې ټولي ډلي اوسازمانونه يوه شريک مېز ته راوبلل شي.او لکه چې مخکی می وويل، ملکي خلکو ته د زيانونو رسولو مخنيوي به هغوي ته ډيره اميدواري وربخښي، او د امريکې سره به يوه ښه احساس پکښې پيداکيږي. پر ځاي د دې چې وزورول سي ،او په هغه صورت کې به له طالبانو څخه ملاتړ کوي . موږ بايد دوی ته دا موقع ورکړو، چه په دې پوه سي چې امنيت ټوپک درلودلو ته نه وايي، بلکه امنيت د څښاک پاکو اوبو درلودلو، ښوونځيو لرلو او د انساني حقونو څښتنوالي ته وايي.

دويچه ويلي:مارتين، که چېري بهرني ځواکونه په بيړه او ژر د افغانستان څخه ووزي او داخلي ځواکونه، له ياغيانو څخه د خلکو او هېواد د ژغورنې جوگه نه وي، پايله به يې يوه گډوډي او د طالبانو د زورلاري رژيم راتگ وي. تاسې دداسي يوې پرېکړې د عواقبو څه اټکل کوئ؟

مارتين:فعلا موضوع په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د زياتوالي له مخنيوي څخه ده. اوس هلته قريب 50000 امريکايي سرتيري موجود دي. د صلحې له عمل څخه مطلب د بهرنيو ځواکونو محدوديت او په ځينو برخو کې کموالي يا نشتوالي دئ. خو نه دا چې سمدلاسه ټول ځواکونه ورڅخه راوايستل سي. هلته بايد لومړی نړيوال صلح ساتونکي ځواکونه واچول سي. بهرني ځواکونه هلته د حل مناسبه لاره نه ده. د بشري او پرمختيايي مرستو ډېرښت کولي شي هغه هېواد آرامه کړي.

مارتين/صميمي/ عارف وردګ

کتونکی. محمد قاسم نوري