1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکااو روسيه غواړي د منځني ختيځ د سولي پروسه بيرته راژوندۍ کړي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه

خو په خپله په شخړه کي اخته هيوادونه پدې باب څه وايی او غواړي ،اوآيا د اسراييلو نوی حکومت او فلسطينيان هم په رښتيا سره سوله غواړي او که څنګه ...

https://p.dw.com/p/Hnug
دامريکا د جمهوررييس بارک اوباما معاون جو بايدن
دامريکا د جمهوررييس بارک اوباما معاون جو بايدنانځور: AP

د هغه پسمنظر ته په لنډ ډول يوه کتنه کوو،او هغه د نيتانياهو په دې جملو سره پيل کوو،

«سياسي کرښه د صلحې خبري اتري بيله هر ډول ځنډ او قيدوشرط څخه غواړي- او موږ ورته چمتو هم يو - ، هر څومره مخکي هغومره بهتره . »

د تعجب وړ کلمې د داسې يوه سياستمدار له خولې څخه اوس اوريدل کيږي ، چې پخوا يې د صلحي هر ډول خبري اتري په ټپه درولې او له څو اونيو راهيسې يې د ښي لاسو يو ائتلافي حکومت جوړکړی دی، او هغه هم له هغو کسانو څخه چې پر خپلو دريزونو کلک ولاړ دي - له چا څخه چې بله هره طمع کېدله، خو نه د صلحې کوم ابتکار . مگر له واشنگټن څخه نخښې نښاني څرگندې دي : لکه څرنگه چې بارک اوباما قريب په هره برخه کې نوو بدلونونو ته لاس اچولی، هم هغه ډول غواړي چې له اسرائيلو څخه د خپل مخکيني مشر د بې قيد او شرطه پلوي او ملاتړ برخلاف، د صلحي د خبرو اترو د بيا راژوندي کولو څرگنده لاره غوري کړي.

په اسرائيلو کې په اصطلاح د خطر زنگونه غږول کيږي، د بيت المقدس او واشنگټن د نظرونو له ژور مخالفت څخه خبري کيږي . او ښايي چې اسرائيل د هغه په وړاندي خپل تدبير ونيسي . اولسمشر شمعون پيرس لومړی کس وو، چې له واشنگټن څخه يې ليدنه وکوله او ډاډ يې ورکړ چې د اسرائيلو او امريکې په ملگرتيا کې به کوم بدلون نه راځي . پيرس ويلي وه، « زه د امريکې د متحده ايالتونو او زموږ ترمنځ په نژدې اړيکو کې کوم درز نه وينم . »

پرس دا اطمنان هم ورکړ، چې طبعاً نيتانياهو ته د حکومتي ټلوالې د ساتنې سخته دنده ورپه غاړه ده، خو د صلحې مسئوليت هم ورسره سته . داسرائيلو د بهرنيو چارو وزير اويگدور ليبرمن هم کوشش وکړ، په اورپا کې نمرې تر لاسه کړي او څرگندوي:

«دا زموږ هدف دئ، داسې يوه لاره غوره کړو، چې يو ثابت حل ته پرې ورسېدلی شو. يو داسي حل چې د امنيت ضمانت هم وکوي . زه يو وار بيا وايم : موږ اوس له پنځو اونيو راهېسي په اداره کې يو. هيڅوک بايد دا هيله ونه لري، چې يو حکومت د په پنځو اونيو کې خپل پلانونه عملي کړی شي . »

خو همدا څه موده مخکي بل ډول وه : نيتانياهو او ليبرمن په کراتو کراتو ښکاره ويل، چې نه د فلسطنيانو بلکه ممکن د سوريې سره خبرو اترو ته کښيني او هغه نړيوال پلان خو هېڅ نه مني، د کوم له مخې چې دوه هېوادونه، اسرائيل او فلسطين بايد جوړ شي . په واشنگټن کې اړوند کسان متعجب او پيل يې وکړ، چې بنديزونه ورباندي ولگوي . خو ښه به دا وي، چې لومړی اسرائيلو ته وويل شي، لکه د بارک اوباما د مرستيال جو بيدين لخوا چې د يهودانو د يوې غونډي AIPAC په مخکي يې ويلي وه ،

« زه دا وايم : نوې هستوگنځۍ او کورونه مه جوړوئ، موجوده دباندنۍ نخښي وراني کړی، فلسطنيانو ته د آزاد تگ او راتگ، اقتصادي امکاناتوزمينه برابره کړۍ، او ډير امنيتي مسئوليت ورپه غاړه کړئ . دا د روغې جوړې لومړنۍ نخښې نښانې دي . »

خو اسرائيل ددې کار څخه هنوز ډېر ليري دی . حتی د فلسطين مشر محمود عباس ته يې د صلحې خبرو اترو ته د راګرزيدلو نوي ستونزي رامنځ ته کړې او هغه دا چې لومړی بايد عباس اسرائيل د يوه يهودي دولت په حيث په رسميت وپيژني .

پطر فليپ/عارف وردگ

کتونکی : محمد قاسم نوري