امرالله صالح: پاکستاني چارواکي زما د ليري کېدو په لټه کوه
۱۳۸۹ خرداد ۲۱, جمعهد ملي امنيت پخوانی مشر امرالله صالح د يوې سيمه ايزي رسنۍ سره په مرکي ځينې نوي څرګندوني کړي او ويلي يې دي، چي د ولسمشر د سولي د راوستلو پروګرام د افغانستان دپاره يوه خطرناکه ستراتيژي ده.
تر هغه وروسته چي د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت لوی رئيس د خپلو دندو څخه استعفاوي وکړې د ملي امنيت پخواني لوی رئيس امرالله صالح تير ماښام په مرکه کي پر ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان پر دولت نيوکي وکړې او په دې اړوند يې ځيني نوي ټکي څرګند کړل.
امرلله صالح ويلي چي، د سولي د راوستلو په برخه کي د وسله والو طالبانو سره د دولت ستراتيژی يوه خطرناکه ستراتيژي ده. هغه ويلي چي د ده او د کورنيو چارو د وزير د دندو څخه ګوښه کيدل د پاکستان د استخباراتي ادارې ( ای ، اس ، ای ) دپاره يوه لاسته راوړنه ده.
صالح ويلي چي پاکستاني چارواکي د مخه هم د ولسمشر څخه دده د دندي څخه د ګوښه کيدو غوښتني کړي وې. هغه وايي چي دا غوښتني د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف او د پوځ د مشر اشفاق کياني لخوا سوي وې چې په هغه وخت کي د ولسمشر لخوا و نه منل سوې.
د ملي امنيت د پخواني مشر د دغو څرګندونو په هکله افغان کارپوه اجمل سهيل وايي، چي د امنيتي سکټور په ځانګړي توګه د امنيت د ادارې لخوا د افغانستان په ځينو سيمو کي داسي کسان هم د طالبانو او القاعدې په نوم نيول سوي بنديان سوي او زورول سوي دي چي د هيڅ ډلي سره تماس نه لري.
سهيل وايي چي لويډيزي نړۍ د افغانستان په اړوند خپلي ستراتيژۍ کي هم بدلون راوستی او ګاونډيو هيوادونو ته د افغانستان د ستونزي د حل په لاره کي ونډه ورکړل سوې. پر دې بنسټ دا د منلو وړ ده چي ګاونډي هيوادونه په ځانګړې توګه پاکستان کولای سي ځيني کارونه تر سره کړي.
امرلله صالح په مرکه کي زياته کړه چي دی د افغانستان د سياسي نظام دپاره وفاداره دی او نه غواړی هغه اسرار په ډاگه کړي، چي د هيواد ملي ګټو ته تاوان رسوي.
انور بری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل