1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الین د لوگر د پېښې له کبله بخښنه وغوښته

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه

په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، د جمعې په ورځ د افغانستان په شرق کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د ملکي کسانو د وژل کیدو له کبله بخښه وغوښته.

https://p.dw.com/p/15BBr
انځور: dapd

چارواکي وايي چې د لوگر په ولایت کې ۱۸ ملکي وگړي چې نیمايي ئې ماشومان او ښځې وې د ناټو په یوه هیوايي برید کې وژل شوي دي. د همدې پېښې له کبله ولسمشر کرزي چین ته خبل سفر هم رالنډ کړی دئ.

په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، د جمعې په ورځ د سیمې له اوسیدونکو سره څو ساعته وخت تیر کړ او د پېښې په اړه ئې معلومات راټول کړل. هغه وویل: «موږ دغه وژنې ډیرې جدي بولو. زه د وژل شوو کسانو له کورنیو سره په غم کې ځان شریک بولم.»

سیمې ته د جنرال الین تر سفر وروسته، په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو یوه اعلامیه خپره کړه چې پکښې ویل شوي ول چې ناټو د لوگر ولایت د پېښې په اړه خپلې څیړنې بشپړې کړې دي او دا خبره مني چې په دې ولایت کې د وروستي برید په پایله کې د یاغیانو تر څنگ یو شمیر ملکي کسان هم وژل شوي دي.

د شپې له خوا د هغو یاغیانو پر وړاندې عملیات تر سره کول چې په کلیو کې پټیږي، د افغان ولسمشر او د هغه د غربي ملگرو تر منځ یوه شخړه یزه موضوع ده. ولسمشر کرزی وایي چې دغه بریدونه ملکي کسان له خطر سره مخامخوي خو پوځي چارواکي وایي چې دغه شان عملیات د یاغیانو د مشرانو د نیولو او د هغوی د وژلو له پاره یوه ښه وسیله ده.

جنرال الین د جمعې په ورځ په یوې څرخي الوتکه کې د لوگر ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ ته تللی وو. الین لومړی د دې ولایت له والي سره ولیدل. الین له والي سره د لیدو پر مهال وویل:

«ما غوښتل چې تر دغې خواشینونکې پېښې وروسته تاسو ووینم او له تاسو څخه پخپله بخښنه وغواړم او له تاسو سره غم شریکي وکړم.»

تر دې وروسته دواړه چارواکي یوې لویې خونې ته ولاړل او هلته ئې له شاوخوا ۳۵ کسانو سره ولیدل. په دې کسانو کې د پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړي، د لوگر ولایت امنیتي چارواکي او د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړي شامل ول. الین دې غونډې ته وویل:

«زه راغلی یم چې له تاسو څخه د هغې خواشینونکې پېښې په اړه چې دوې ورځې مخکې رامنځ ته شوې ده بخښنه وغواړم. زه پوهیږم چې بخښنه غوښتل به تاسو ته هغه کسان یو ځل بیا در نه کړي چې له لاسه مو ورکړي دي خو بیا هم زه غواړم چې تاسو پوه شی چې زه خواشینی یم.»

د لوگر ولایت والي په دې غونډه کې وویل: «موږ دغه بخښنه منو. خو هغه کسان چې د دغو وژنو مسئولین دي باید مجازات شي. که دغه کسان افغانان وي او که بهرنیان، که هغوی ته جزا ور نه کړل شي، نو دغه بخښنه غوښتل کومه معنی نه لري.»

د لوگر ولایت په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په گډون ۱۸ ملکي کسان وژل شوي دي. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې طالبانو د ملکیانو په منځ کې د شپې د تیرولو پریکړه وکړه او د ناټو تر برید لاندې راغلل. هغه ملکیان چې په پېښه کې وژل شوي دي د واده د مراسمو د لمانځلو په حال کې ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی