1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الکو: د مامورينو له سخت کمبود سره مخا مخ يو

۱۳۸۹ مهر ۲۵, یکشنبه

د افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکو وايي چي په څارنواليو کي د مامورينو له سخت کمبود سره مخا مخ يو. د هغه په خبره د يوې خوا د مامورينو کمبودي ده د بلي خوا يي معاشونه ډير لږ دي.

https://p.dw.com/p/Pg8H
اسحاق الکو په خوست ولايت کي د مصبوعاتي کنفرانس پر مهال
اسحاق الکو په خوست ولايت کي د مصبوعاتي کنفرانس پر مهالانځور: DW

نوموړي تيره ورځ په خوست ولايت کي د خپل سفر پرمهال په يوه مطبوعاتي غونډه کي وويل چي د يوې خوا يې د مامورينو له سخت کمبود سره مخامخ دي او د بلي خوا يې معاشونه ډير کم دي.

الکو وايي چې د امنيتي ملحضاتو له امله د يوه ولايت څارنوالان نه سي کولاى چي په بل ولايت کي دندي ترسره کړي، نوموړي زياتوي چې د مامورينو دکمبود په برخه کې به په خوست کې دشيخ زايد پوهنوتون څخه فارغ سوي محصلين جذب کړي.

لوى څارنوال الکو خوستيانو ته ډاډ ورکړی، چي دغه ولايت ته به د څارنولانو يو با صلاحيته پلاوى راوليږي او دقانون په رڼا کې به پر دوسيو باندي کار وکړي.

دغه راز په دې سفر کي د افغانستان په عدليي چارو کي د امريکا سفير(هانسکلم) وويل دوی په خوست کي د افغان دولت له څارنوالانو سره يوې پريکړي ته ررسېدلي.

ددې پريکړي له مخه به تر دې وروسته د ناټو ځواکونو په عملياتو کي د نيول کيدونکو بنديانو پر دوسيو به د افغان دولت او بهرني ځواکونو د څارنوالانو ترمنځ په ګډه کارکيږي.

دافغانستان په عدليي چارو کې دا مريکا د سفير خبرو ته په کتو دا وخت هم د هيواد په يوشمېر زندانونو کي د بهرنيواو افغان ځواکونو په عملياتو کې نيول سوي بې برخليکه شپې او ورځې تيروي.

د کارپوهانو په اند پداسي حال کي چي د افغانستان لويه څارنوالي دا مني چي د مامورينو معاشونه يې لږ دي او د مامورينو د کمبود سره مخامخ دي نو اداري افساد به څنګه له منځه ولاړسي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل