1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المرت:اسراييل ټولي هغه ځمکي چي لاندي کړيې دي بيرته خوشي کړي

۱۳۸۷ مهر ۸, دوشنبه

يهود المرت چي اوس د لومړي وزارت د مقام څخه ليري کيږي ددې پلوي کړي ده چي اسراييل له تقريبا ټولو عربي سيمو څخه پر شاسي چي .په غه کي ختيځ بيت المقدس اودجولان غونډۍ هم راځي

https://p.dw.com/p/FR5B
د اسراييلو لومړی وزير المرت
د اسراييلو لومړی وزير المرتانځور: AP

د«يد يوت اشرونوت» له ورځپاڼي سره دنوي يهودي کال درارسيدو په مناسبت مرکه کي اولمرت ويلي دي چي ، دي په دي تيري شوي لسيزه کي دواقعيت ليدلو او منلوته چمتو نوو.مونږ بايده دي له فلسطينيانو سره يوه معاهده وکړو. په عمل کي ددي معني داده چي بايدکه له ټولو سيموڅخه نوی،د ټولونيول شو يوسيموله زيادتره برخي څخه ووزو.که څه به هم اسراييل دنيول شويو سيمو يوه برخه وساتي خودهغه په مقابل کي بايدفلسطينيانوته بدل ورکړل شی پرته له هغه به سوله رانشي.

اولمرت چي لس کاله دبيت المقدس ښاروال وو ددي ښار دموقعيت په پام کي لرلوسره ويلي دي چي . هرڅوک چي امنيت ته علاقه ولری او ونه غواړي چي فلسطينيان دبولدوزرونوپه واسطه داښار وران کړي ،بايد دنوموړي ښار له ځينو برخو څخه تير شي .

په بيت المقدس کي د يوه فلسطيني لخوا څو موټره په بلدوزر وهل سوي
په بيت المقدس کي د يوه فلسطيني لخوا څو موټره په بلدوزر وهل سويانځور: AP

اولمرت له نوموړي ورځپاڼي سره دمرکي په ترڅکي زياته کړيده چي،داپريکړه سره له هغه چي دمونږ له ملي احساساتو سره سمون نلري بايد وشي دده دوينا له مخي اسرايل هم له سوريي اوهم له فلسطينيانوسره په دي اړه دخبرو اترو وروستي پړاو ته رسيدلي دي ،.که اسراييل له سوريي سره دسولي غوښتونکي وي نو حتما بايد دجولان غونډۍ ، نوموړي ګاونډی هيواد ته بيرته ورکړي .

اولمرت ډاډ ورکړي چي ده څه دپاسه یو کاله دمخه له سوريې سره دجولان په غونډیو باندي خبري پيل کړيدي چی په فبروري کي يي دوه کاله پوره کيږي دا دڅارنوالۍ اوپوليسولخوا پده پسي د تحقيق له پيل کيدوڅخه دمخه و. او په دي ډول يی دخپلو سياسی سيالانو دا ادعاوي ردي کړي چي ګواکي ده درشوت خوړلو په تور دمحاکمه کيدو دګواښونو له امله دسولي خبری اتري پيل کړيدي.

داسراييلو ښي لاسي دبهرنيو چارود پخواني وزير سيلوان شولوم ، اولمرت ته دساده ګۍ پيغور ورکړی او ويلي يي دي چي:سړی څنګه پداسي يوو وخت کي دومره ساده کيداي شي چي په لويديز اردون کي دحماس اودجولان په غونډیو کي دايران د اډو جوړول ومني اوداسي فکروکړي چي دابه کوم بدلون راولي،خو زما په نظر دازيادتره دتمرکز نه درلودل ښيي.

المرت بېله دې چي د عربو ځمکي بيرته ورنه کړو سوله نه سي راتلای
المرت بېله دې چي د عربو ځمکي بيرته ورنه کړو سوله نه سي راتلایانځور: AP

هغه څوک چي له لويديز اردن څخه دوتلو په هکله څه وايي او پوهيږي چي، جمهور رييس محمود عباس ددي لپاره هلته حکومت کولای شي چي اسراييل هلته دي ، که اسراييل له هغه ځايه ووزي نوحماس به لږي شيبي وروسته هغه ځاي ونيسي.

اوهغه څه به چي د «سدي روت» په ښارکي پيښ شويدي په بيت ا لمقدس، او تل ابيب کي هم پيښ شي. يهود اولمرت د«ييديوت اشرونوت» د ورځپاڼي په مرکه کي ويلي دي اسراييل داسي ځاي ته رسيدلي دي چي ، سړي بايد له ځانه پوښتنه وکړي چي ايا سړي سوله غواړي او کنه؟