المان پر سعودي عربستان ټانکونه پلوري
۱۳۹۰ تیر ۱۴, سهشنبهدغي سعودي امنيتي سرچينې د دوشنبې په ورځ ويلي چي د تيلو بډای دغه هيواد غواړي د ليوپارډ 200 ټانکونه د المان څخه واخلي. دا پداسي حال کي ده چي کيدای سي دغه معامله په المان کي يوه سياسي شخړه رامنځ ته کړي.
دغي سرچينې د نوم د نه بربنډولو په شرط رويترز خبري آژانس ته ويلي:« تر اوسه سعودي عربستان د المان څخه 44 ټانکونه اخيستي او غواړي چي نور 200 ټانکونه هم واخلي.»
دغي سرچيني دا معامله د څو ميلياردو يورو په ارزښت په ګوته کړې ده، اود وسلو د خرڅلاو دوه الماني شرکتونه کراوس مافايي ويګمن او راين ميټال ددې سودا په خرڅلاو کي ښکيل دي.
د سعودي عربستان د پاچا له لوري د 93 ملياردو ډالرو په ازښت د دغه خريدارۍ په وړانديز کي د پوليسو او امنيتي ځواکونو پياوړتيا هم د ځانه سره رانغاړي.
د دوه مخي تورونه
د المان د اپوزيسيون قانون پوهانو پر دې معامله نيوکي کړي او دا يي د المان د پاليسي سره په ټکر کي ښودلې ده.
د المان د شنو د ګوند د پارلمان غړي کاتيا کويل ويلي:« دا په ښکار ډول د وسلو د صادراتو د لاري څخه سرغړاوی دی.»
د المان د دموکرات سوسيال ګوند مرکزي سيکرتري اندريا ناليس ويلي چي دا په تيرو لسيزو کي د پارلمان د يوه خوله توب پر ضد اقدام دی.
هغې د دوشنبې په ورځ پارلمان ته مخامخ ويلي:« پر سعودي عربستان د 200 ټانکونو پلورل د بهرنۍ پاليسۍ د اخلاقو څخه وړاندي خبره ده. دغه هيواد د سيمي د باروتو د فابريکي په منځ کي ځای لري، تاسو هغوی ته بايد ګوګرد ورنکړي»
ناليس زياته کړې چي دغه معامله به په سيمه کي د المان د ديموکراسۍ ملاتړتوب کمزوری کړي او دا د المان د بهرني سياست دوه مخ توب په ګوته کوي، او په دې کار سره به د برلين د بهرنۍ پاليسي مشروعيت تر پوښتني لاندي راسي.
د ياده ولو وړ ده چي ددې کال د پيل څخه لويو لاريونونو په تيونس او مصر کي رژيمونه ړنګ کړل او دغه لړۍ تر ليبيا، يمن او سوريې هم ور ورسيده. په سعودي عربستان کي لږکيو ډلي د دغه هيواد په ختيځه برخه کي لاريون کړی وو، خو په لويه کچه داسي کوم لاريونونه نه وو تر سره سوي.
دويچه ويله/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل