1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان پر اوکراین باندی خپل فشار زیاتوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14nBm

په اوکراین کې د پخوانۍ سیاستوالې یولیا تیموشینکو، د بندیګرت خرابو شرایطو ته په کتو سره، آلماني سیاستوال د کیف پر مشرتابه باندي خپل فشار نور هم زیاتوي. د المان د چاپېریال ساتني وزیر نوربرت ریوټګین، د دغه هیواد د کابینې د لومړني غړي په حیث په اوکراین کې د فوټبال د اروپایې اتلولۍ په اړه څرګندونی وکړې.

د Der Spiegel په نامه د المانۍ ورځپاڼي په حواله، د المان صدراعظمی انګیلا میرکل هم په دغو اتلولیو کې د المان د کابینې د نه گډون په هکله خبرې کړي دي. د دوی په نظر که تیموشینکو تر هغه وخته پورې د محبس څخه را خلاصه نه سي، نو د دوی وزیران به هم په دغو اتلولیو کې ګډون ونه کړي.