1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: نړۍ د 2014 وروسته افغانستان کي پاټی کیږي

۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله، افغانستان ته د خپل سفر په دوام کي، نن مزارشريف ته ورسيد، چيري چي سباته له نړيوالو ځواکونو څخه افغانانو ته امنيتي مسووليت سپارل کيږي.

https://p.dw.com/p/121WY
د آلمان د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کی
د آلمان د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کیانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يو وياند په برلين کي وويل چي ويسترويله له افغان مشرانو او د نړيوالو ځواکونو له قوماندانانو سره افغان امينتي ځواکونو ته د مسووليت د انتقال د پروسې په هکله خبري وکړي.

مزارشريف هم د هغو ښارونو په جمله کي دی، چي امنيتي مسووليت يي افغان ځواکونو تو سپارل کيږي.

هغه پرون په کابل کي له ولسمشر حامد کرزي او له خپل افغان همتا، زلمي رسول سره وليدل.

د هغه وخت راهيسي چي وسترويله د آلمان د بهرنيو چارو وزير سوی، دا افغانستان ته د هغه څلورم سفر دی. د هغه دا سفر له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د مسووليت د انتقال پروسي سره جوخت دی.

د يو پلان له مخي تر 2014 کال پوري په ټول افغانستان کي امينتي مسوليت افغان ځواکونو ته سپارل کيږي. خو د آلمان د بهرنيو چارو وزير وويل چي وروسته له دغي نيټي څخه به هم افغانان د يو سوليز ژوند د جوړولو له پاره يوازي پري نه ښودل سي.

په دې پيغام سره وسترويله وغوښتل، چي ډيرو هغو خلکو ته ډاډ ورکړي چي وايي، د نړيوالو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کي يو ورا بيا کورنۍ جګړې پيل سي.

وسترويله له دي مخکي له دي څخه ډډه وکړه چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د بشپړ وتلو له پاره يو مشخص مهال ويش وټاکي. هغه وويل په داسي يو کار سره «ياغيانو ته بلنه کيږي» چي خپلو زور زياتيو ته دوام ورکړي.

هغه وويل چي د روان ميلادي کي په پای کي به د آلماني سرتيرو د وتلو لړۍ پيل سي، خو:

«موږ به د خپلو سرتيرو د بيرته ستنولو د راتلونکي، او دغه راز د پوځي قطعاتو د کمولو په هکله نه يوازي له خپلو نړيوالو شريکانو ، بلکي له افغان حکومت سره هم وږغيږو تر څو دغه پروسه په پوره مسووليت سره سرته ورسول سي»

د رپوټونو له مخي د آلمان د بهرنيو چارو وزير به په مزار شريف کي د بلخ له والي، عطا محمد نور، او خپل هيواد له پوځيانو سره وويني. په مزارشريف کي د آلمان د پوځ ستره پوځي اډه پرته ده.

نړيوال آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر