1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان له افغانستان سره د مرستو ژمنه تازه کړه

۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو المان له دغه هیواد سره د څو میلیاردو ډالرو د مرستو ژمنه کړې ده. دغه مرستې به د توکیو په کنفرانس کې اعلان شي.

https://p.dw.com/p/15RZk
انځور: picture-alliance/dpa

د المان د پرمختیایي مرستو وزیر دیرک نیبل، د «دي پي ای» خبري آژانس ته ویلي دي چې المان به د افغانستان د بیا رغاونې له بهیر سره هر کال د نیم میلیارد یورو په مرسته کولو سره ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړې ده: «د افغانستان د دوامداره ثبات له پاره یو ډول مارشال پلان ته اړتیا لیدل کیږي.»

په روان کال کې له افغانستان سره د المان مرستې ۴۳۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلې دي. اوس افغان او نړیوال سیاست وال پر دې خبره باندې ټینگار کوي چې باید په افغانستان کې د سیاسي شا تگ مخنیوی وشي. د دې کار له پاره له افغانستان سره د پرمختیایي مرستو تر سره کول ډیر اهمیت لري. نیبل وویل: «افغانستان یوازې امنیتي بیا رغاونې ته اړتیا نه لري بلکې باید په دې هیواد کې د خلکو د ژوند د سطحې لوړولو ته هم ډیره پاملرنه وشي.»

دیرک نیبل د المان د بهرینو چارو له وزیر گیدو ویستر ویله، سره یو ځای د توکیو په کنفرانس کې گډون کوي. په دې کنفرانس کې د ۷۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي سره راټولیږي چې تر ۲۰۱۵ کال وروسته له افغانستان سره د پرمختیایي مرستو په اړه خبرې اترې وکړي.

دیرک نیبل دغه خبر چې گواکي په افغانستان کې پوځي عملیات نه دي بریالي شوي ردوي. خو هغه باور لري چې یوازې پوځي عملیات د افغانستان د شخړې د حل لار نه ده. هغه وویل چې د اقتصادي پرمختگ، د ښځو حقوق، انساني کرامت او سیاسي آزادیو په برخو کې پرمختگونه باید له پامه و نه غورځول شي.

دیرک نیبل په افغانستان کې د الماني سرتیرو تلفات چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې ۳۰۰ تنو ته رسیږي ویرونکې بللي دي. هغه زیاته کړې ده چې یاغیان نور نه شي کولای چې له نړیوالو ځواکونو سره مخامخ جگړه وکړي. نیبل ویلي دي چې یاغیان له همدې کبله د اسانه هدفونو په نخښه کولو لاس پورې کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض