1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«المان د یوه خپلواک فلسطیني دولت ملاتړ کوي»

۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د المان ولسمشر دغه خبره د فلسطین د خپلواکمنې ادارې له مشر محمود عباس، سره تر لیدنې کتنې وروسته وکړه. هغه زیاته کړه چې «زور زیاتي» دغه هدف ته د رسیدو لاره نه ده.

https://p.dw.com/p/155S3
انځور: picture-alliance/dpa

د المان ولسمشر یواخیم گاوک، اسرائیلو ته د خپل سفر په پای کې د دغه هیواد له صدراعظم بنیایمن نیتانیاهو، سره په لیدنه کتنه کې په فلسطیني خاورو کې د یهودي هستوګڼو سیمود جوړولو سیاست د منځني ختیځ د سولې د بهیر پر وړاندې یو مهم خنډ وگاڼه.

د المان ولسمشر یواخیم گاوک د چهارشنبې په ورځ اسرائیلو ته خپل سفر پای ته ورساوه،. هغه د پنجشنبې په ورځ د فلسطین له مشرانو سره د اردن سین په لویدیځه غاړه کې وکتل. گاوک نابلوس ته نزدې د بورین په سیمه کې د فلسطیني نجونو له پاره د هغه یوه ښونځي د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ چې د المان د خلکو په پیسو تمویل شوی دئ.

د المان ولسمشر په رام الله کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې له مشر محمود عباس، سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې المان د منحني ختیځ د لانجې د سولي په پروسه کې «د دولتونو حل» باندې تینګار لري. گاوک زیاته کړه چې المان د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړیدو ملاتړ کوي. هغه یادونه وکړه چې دی او ولسمشر عباس دواړه په دې نظر ول چې زور زیاتي هیڅکله نوموړي هدف ته د رسیدو لاره نه ده.

د المان ولسمشر وویل چې د فلسطین په خپلواکمنو سیمو کې المان په کال کې د ۷۰ میلیونو یورو په مصرفولو سره د دې سیمې په بیارغونه کې مرسته کوي.

د فلسطین د خپلواکمنې ادارې له مشر محمود عباس او صدراعظم سلام فیاد، سره تر لیدنې کتنې مخکې گاوک په اسرائیلو کې د خپل سفر په پای کې ځینو سختو موضوعاتو ته هم اشاره وکړه چې په رسینو کې «د سرې وسپنې» نوم ورته ورکړ شوی دئ. په دغو موضوعگانو کې د اسرائیلو د یهودي ناقلینو له پاره په فلسطیني خاوره کې د هستوګنو سیموجوړول هم شامل دي.

د المان د ولسمشر ویاند اندریاس شولتسه، د چهار شنبې په ورځ وویل چې گاوک له نیتانیاهو سره پخپله لیدنه کتنه کې چې له پلان شوي وخت څخه ئې یو ساعت زیات دوام وکړ، د اسرائیلو د یهودي ناقلینو له پاره د «هستوګڼو سیاست» باندې هم خبرې وکړې او په څرګندو الفاظو ئې خپل نظر څرګند کړ.

د شولتسه د وینا له مخې گاوک د اسرائیلو صدراعظم ته وویل چې المان او اروپا غواړي چې اسرائیل د هستوګڼو سیمود جوړولو په اوسني سیاست کې بدلون راولي. ګاوک په فلسطیني خاوره کې د ناقلینو له پاره د هستوګنو سیمود جوړولو درولو ته په اشاره سره وویل: «دا د منځني ختیځ د سولی د پروسې له پاره کلیدي اهمیت لري.»

«موږ وکړای شول چې پر هغه څه باندې چې موږ سره تړي اوهغه څه چې زموږ تر منځ یوه ډیره کوچنۍ فاصله پیدا کوي، په ښکاره توګه له یو بل سره خبرې وکړو. پرتله له دې چې زموږ پر ملګرتیا باندې کومه اغیزه وکړي.»

د رپوټونو له مخې د اسرائیلو صدراعظم د آلمان ولسمشر ته په ځواب کې ویلي دي چې اسرائیل په دې برخه کې نیمګړتیا نه لري. هغه زیاته کړې ده چې د منځني ختیځ لانجه یوازې د هستوګنو سیموپه سیاست کې له بدلون سره نه بلکې د یوه « یهودي دولت» په رسمیت پیژندلو سره حل کیدای شي.

د المان او اسرائیلو دوستي له خطر سره مخامخه نه ده

د المان ولسمشر زیاته کړه چې د هغه هیواد د اسرائیلو تر څنګ ولاړ دئ. هغه د نازي المان په دوره کې د یهودیانو وژنو، کړولو او ځورولو ته په اشاره سره وویل چې د دغه تاریخي پسمنظر په پام کې نیولو سره المان د اسرائیلو پر وړاندې یو ځانګړی مسئولیت لري:

«موږ د المان او اسرائیلو تر منځ د پخوانۍ تورې دنیا تر څنګ چې موږ ئې سره بیل کړي وو، یوې بلې دنیا ته اړتیا لرو.»

د المان ولسمشر په خپلو یادونو کې دا هم وویل چې د اسرائیلو د«هستوګنو» پر سیاست باندې د المان نیوکه د هغوی ملګرتیا تر پوښتنې لاندې نه شي راوستلای، بلکې د هغه په خبره دا د یوه رښتینی بحث يوه برخه جوړوي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش