المان د یولیا تیموشینکو د ازادیدو غوښتنه وکړه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعهاعلان
په پولند او اوکراین کې د فټبال د اروپا د اتلولۍ د سیالیو له پیل څخه لږ مخکې د المان د حکومت د بشري حقونو ځانګړي استازي مارکوس لیوننګ، له اوکراین څخه د یولیا تیموشینکو د قضېې د حلولو غوښتنه کړې ده.
۵۱ کلنه پخوانۍ لومړۍ وزیره او د اپوزیسیون مشره تیموشینکو، یو کال مخکې له واک څخه د ناوړه ګټه پورته کولو په تور د اوو کالونو په بند محکومه شوه.
مارکوس لیوننګ د نوموړې د ژر تر ژره راخوشې کیدو غوښتنه وکړه. په دې ترڅ کې د المان د شنو او ازادو ګوندونو اوکراین ته د المان د ولسمشر یواخم ګاوک، د سفر د لغوه کولو د خبرې ستاینه کړې ده.