المان د م م د بشري حقونو د شوری غړیتوب تر لاسه کړ
۱۳۹۱ آبان ۲۳, سهشنبهاعلان
المان درې کاله وروسته یو ځل بیا د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شوری د غړي په توگه ټاکل شوی دی. المان پر دې وتوانید چې د رایو په واسطه وټاکل شي او د نوموړي ارگان غړی شي. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شوری په ټوله کې ۴۷ تنه غړي لري.
دغه شوری باید په ټوله نړۍ کې بشري حقونه تر خپل څار لاندې وساتي. د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله المان ته مثبته رایې ورکول پر المان د اعتماد او د دولت د سیاست د تائیدولو په توگه یاده کړې ده. د بشري حقونو د شوری غړي د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا د پټو رایو په ورکولو سره د دریو کلونو له پاره انتخابیږي.