1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د ليبيا په لانجه کي پر خپل دريځ ولاړ يو

۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبه

د ناټو په دننه کي اوس دا غوښتني عنوانيږي چي د دغه سازمان نورغړي دي هم د ليبيا په پوځي عملياتو کي ونډه واخلي. خو د آلمان د دفاع وزير، توماس ديميزير د ليبيا په لانجه کي پر خپل پخواني دريځ ټينګار کوي.

https://p.dw.com/p/11XOk
د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزير
د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزيرانځور: dapd

په بروکسل کي د ناتو د دفاع وزيرانو په پرونۍ غونډه کي د امريکا دمتحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيتس له آلمان او پولنډ څخه وغوښتل چي د ليبيا په عملياتو کي ګډون وکړي. سر بيره پر دې هغه هسپانيې او ترکيې او هالند ته هم وويل چي په دې اړه دي خپلي ونډي پراخي کړي.

دغه وروستي دوه هيوادونه که څه هم په دې عملياتو کي الوتکي او نور پوځي تجهيزات د ناټو په اختيار کي ورکړي، خو خپله په عملياتو کي ګډون نه کوي. د ډيپلوماتيکو سرچينو د معلوماتو له مخه ګيتس نيوکه وکړه چي د ناټو ډير لږو هيوادونو د پوځي عملياتو پيټی پورته کړی.

خو ددې نيوکو سره سره جرمني پر خپل دريځ ټينگ ولاړ دی. ددغه هيواد ددفاع وزير وويل:

«موږ د ناټو له هدفونو او اقداماتو ملاتړ کوو. خو په پوځي ډګر کي موږ ور سره نه يو، زموږ دا دريځ دی او ټينګار ورباندي کوو.»

ديميزير وويل، کله چي پوځي عمليات پای ته ورسيږي، آلمان چمتودی چي په ليبيا کي مالي مرستي وکړي.

«مونږ تر شخړي وروسته چمتو يو چي مسووليت په غاړه واخلو. په دې هکله د تأسيساتو جوړول او د ليبيا د امنيتي ځواکونو، لکه د پوليسو روزل د يادوني وړدي. دغه راز موږ کولای سو چي د دې هيواد د بنسټيزو تأسيساتو، اوبه رسولو د سيستم د بيرته رغولو او داسي نورو برخو کي ونډه واخلو.»

خو د يو پوځي اتحاد په توګه ناتو نه غواړي چي د ليبيا په بيا رغاوني کي برخه واخلي. د ناتو د دفاع وزيرانو پريکړه وکړه، چي د قذافي رژيم نسکور سو، ملګري ملتونه او د اروپا اتحاديه دي د لبيا په بيارغاونه کي مرستي وکړي.

کريستوف/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل