1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د سوریې کړکېچ له پاره د حل پیدا کول غواړي

۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16Q2k

د المان د بهرنيو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله له اروپايي ټولني څخه وغوښتل چي پر لويو توپيرونو سربېره باید بيا هم له روسیې سره په ګډه کار وکړي. ده په لوکزامبورک کي د اروپايي ټولني د ۲۷وزیرانو تر منځ غونډه کي د خپل روسیي همتا سیرګي لاوروف سره په خبرو اترو کي وویل، چي د سوریې کړکېچ که څه هم ډېر پیچلی دئ، خو بیا هم باید د هغه له پاره د حل یوه گډه لار پیدا سي. اروپايي ټولنه په پلان کي لري، چي د سوریې د مشرتابه پر ضد نوي جزايي تدابیر را منځته کړي، چي په هغو کي د دوو کمپنیو د سرمايو کنګل کېدل هم شامل دي. همدارنګه باید د ۲۸ نورو کسانو پر سفر باندي بندیزونه هم ولګول سي. له بلي خوا به اروپايي ټولني ته د سوریې ایرلاین الوتکو ته هم د راتلو اجازه ورنه کول سي.