1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د سوریې کډوال به یوازې پری نه ږدو

۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وستر ویله، په اردن کې د سوریې د کډوالو له کمپ څخه د لیدنې کتنې په وخت وویل چې المان به له هغوی سره د پخوانیو مرستو سربیره د دوه میلیونو په ارزښت نورې مرستې هم وکړي.

https://p.dw.com/p/165cL
انځور: AP

د سوریې کړکیچ ورځ په ورځ خونړی کیږي. د هغه ډیری قربانیان ولسي وګړي دي چې په میلیونو تنه ئې اوس له خپل ټاټوبي څخه تیښتو ته مجبوره شوي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه یو شمیر ئې د هیواد په دننه او ځینی نور ئې ګاونډیو هیوادونو ته د تیښتو په حال کې دي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د اردن د ستاری په سیمه کې د سوریې د کډوالو له ستر کمپ څخه لیدنه کتنه وکړه. په دغه کمپ کې دیرش زره سوریه یان میشت دي.

د المان وروستۍ دوه ملیونه یورو نقدي مرستې به په لومړي سر کې د کډوالو له پاره چی په یوې دښتې کې تر خیمو لاندې ژوند کوي د څښاک د اوبو د برابرولو له پاره ولګولې شي.

وسترویله له کډولو سره د لیدنې کتنې په وخت کې وویل: «موږ باید له دغو خلکو سره مرسته وکړو. د بیلګې په توګه د اوبو رسولو او دغه راز د بدرفت د سیستم د جوړلو په برخه کی باید کار وشي. سر بیره پر دې موږ باید د سړې هوا او یخنۍ له پاره چې ډیر ژر دلته پیلیږی، تیاري ونیسو.»

د المان حکومت د سوریې له کډوالو سره تر اوسه پورې ۲۴ میلیون یورو مرسته کړې ده. ځینې کډوالو د خپل لالهاند ژوند او په خپل هیواد کې د روان کړکیچ په هکله د المان د بهرنیو چارو وزیر ته خپلې کیسې وکړې. یوه کډوال د کمپ له ناخوالو شرایطو څخه شکایت وکړ: «زما لور سخته ناروغه ده. هغې د زړه جراحي کړې ده او غوږونه ئې هم عملیات شوي دي. موږ دلته د اردن په یوه روغتون کی وو. هغه روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري او اصلا اجازه نه لري چې دلته په خیمه کې ژوند وکړي.»

خو د اردن حکومت هم دومره توان نه لري چې کډوالو ته یوه سر پناه ورکړي. له بلې خوا د ستارې کمپ وار په وار د نویو کډوالو په رارسیدو سره لا پسې ډکیږي او د نورو زیاتو خلکو له پاره ځای نه لري.

دغه کمپ چې د جولای په میاشت کې د تخنیکي مرستو د مؤسسې (THW) په ملاتړ جوړ شو، منځني ختیځ ته د المان د بهرنیو چارو د وزیر د دوه ورځني سفر لومړی تم ځای وو. هغه د کډوالو له ژوند څخه سخت اغیزمن شو او ویویل: «د دغو خلکو چې دلته ژوند کوي له نیمایی څخه زیات تنکي ځوانان او ماشومان دي. د هغوی له لیدو څخه چې په څه شرایطو کې ژوند کوي، زما زړه وبریښد.»

مخکې له دې چې وسترویله له دغه کمپ څخه لیدنه کتنه وکړي، په قبرس کی د اروپا د اتحادیی د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ئې هم ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د سوریی د دکډوالو په ناورین باندی خبری وشوې. په غونډه کې وستر ویله وویل چې المان او د اروپا د اتحادیې غړي هیوادونه باید دې ته چمتو وي چې د سوریې ځینې کډوالو ومني. خو هغه یادونه وکړه چې په لومړي سر کې غوره ده چې د سیمې په ګاوڼدیو هیوادونو کې د هغوی له پاره د ژوند شرایط برابر کړي ترڅو د کړکیچ تر پای ته رسیدو وروسته په آسانۍ سره وتوانیږی چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

خو په سوریې کی د بشار الاسد د رژیم او د یاغیانو تر منځ د روانو نښتو د پای ته رسیدو نښانه نه لیدلې کیږي. د اروپا اتحادیه وایي چې د اسد د رژیم پر ضد به نور بندیزونه هم ولګول شي. روسیه او چین چې له دغه رژیم څخه ملاتړ کوي، د امنیت په شورا کې د داسی بندیزونو مخالف دي. د المان د بهرنیو چارو وزیر منځنی ختیځ ته د خپل سفر په دوام کی نن له اسرائیلو او فلسطیني سیمو څخه لیدنه کتنه کوی.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی:م سعود جهش