المان د سنتۍ په اړه د نوي قانون طرحه جوړه کړه
۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبهاعلان
د المان د عدلیې وزارت د یوه داسې قانون طرح جوړه کړې ده چې له مخې ئې مسلمانانو او یوهودانو ته اجازه ورکول کیږي چې خپل ماشومان سنت کړي.
تر دې مخکې د دې هیواد په کلون ښار کې یوې محکمې دغه کار جرم بللی وو. د محکمې تر دې پریکړې وروسته مسلمانانو او یهودانو سخت غبرگون ښکاره کړ.
د قانون د نوې طرحې له مخې باید هغو ماشومانو ته چې سنتیږي د بې هوشي دوا ورکړل شي. د ماشومانو والدین باید د دې پروسیجر په اړه پوره معلومات تر لاسه کړي، او یوازې مسلکې کسان باید دا عملیات وکړي.
په المان کې شاوخوا څلور میلیونه مسلمانان او ۲۰۰ زره یهودان ژوند کوي چې د دینونو له مخې ئې باید ماشومان سنت شي.