المان د امنیت د شورا دوره یي مشري پیل کړه
۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعهد ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوره يي مشرۍ، د مشر هیواد سیاسي پرستیج په دغي شورا کي ډیروي، خو دا په دي معنی نه ده چي مشر هیواد به د امنیت په شورا کي په یواځيتوب پریکړي کوي ځکه چي د امنيت په شورا کي پریکړي د اکثریت رايو پر اساس تر سره کیږي.
اوس مهال آلمان د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړيټوب نه لري. یواځي متحده ایالات، روسیه، بریتانیا، فرانسه او چین هغه هیوادونه دي چي د امنیت د شورا دایمي غړیتوب لري.
آلمان، جاپان، هندوستان، برازیل، جنوبي افریقا او ناجیریا هغه هیوادونه دي چي غواړي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.
په ملګرو ملتونو کي د المان استازی، پیتر ویتنګ، به د دغه هیواد په استازیتوب د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوره یي مشرۍ په غاړه واخلي.
ښایی هغه د دي کار لپاره پوره چمتوالی نیولی وي، ځکه هغه لا پخوا په هغو سیمو کي چي په کي جګړه روانه ده، د ښونځیو او روغتونونو د ساتني یو پلان جوړ کړی چي د امنیت شورا به پري وروسته خبري وکړي.
اوس مهال ملګري ملتونه داسی قوانین لری چی په ترڅ کی هغه ماشومان او ملکی کسانو څخه د جګړي پر مهال ساتنه کیږي. خو په دغو قوانینو کی د ښونځیو او روغتونونو د ساتلو په اړه کومي مشخصی يادونی نه وی شوی.
اوس به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو کسانو نومونه چي د جګړي پر مهال د ماشومانو حقوقو ته درنانوي نه کوی او یا خو د ښونځیو او روغتونونو په خرابولو کي وډنده اخلي بربڼډ کړي او دا کار به وغندي.
چارواکي وایي چي د هغو کسانو چي د ښونځیو او روغتونونو په ساتني کي پاتي راځي د نومونو بربڼډول او د هغو د دغه کار په رسمي ټوګه غندل کیداي شي چي پر دغو کسانو د تحریمونو د لګولو لپاره تیاری وي.
اوس مهال پیتر ویتنګ د «رادیکا کومراسوامی» سره یو ځای کار کوي. هغه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ده.
د المان تر مشري لاندی د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کي د ښونځیو، روغتونونو او ماشومانو د ساتني د طرحي تاییدل ښايي د المان لپاره یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه وی.
ډیري هیوادونه چی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوره یي مشري کوي، د خپلي مشرۍ په دوري کي ځيني نړیوالي اجنډا ګاني تر بحث لاندي نیسي چی دير ځلي دغه اجندا ګاني د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا تاییدیږي.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم