1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د افغانستان څخه تورنادو ډوله الوتکي باسي

۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه

د آلمان پوځ غواړي چي خپل شپږ تورنادو ډوله اکتشافي الوتکي له افغانستان څخه وباسي.

https://p.dw.com/p/PFYh
د مزارشريف ښار په هوايي ډگر کي تورنادو ډوله الوتکه د پورته کېدو پرمهال
د مزارشريف ښار په هوايي ډگر کي تورنادو ډوله الوتکه د پورته کېدو پرمهالانځور: AP

المانۍ مجله شپيګل ليکي چي لوي درستيز فولکر ويکر د دفاع وزير څو ګوتنبيرګ ته دغه راز يو وړانديز کړی دی.

د شپيګل په رپوټ کي راغلي چي په اصل کي دغه وړانديز د ايساف د لوي قوماندان جنرال ديويډ پيترېياس لخوا سوی دی.

هغه کسان چي پخوا د اکتشافي الوتکو په سمبالښت کي بوخت ول، د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزنه کي دي برخه واخلي.

پيتراييس همداراز له آلمان څخه غوښتي دي چي نور ۳۵۰ تنه احتياطي عسکر دي افغانستان ته وليږي. د پيتراييس دغه غوښتنه آلمان له ستونزو سره مخامخ کوي.

د هغوي د ماموريت له مخه دي دغه احتياطي عسکر يوازي په لنډ وخت کي د مشخصو دندو لپاره وګمارل سي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ويسترويله بايد هم د هغوی ماموريت تاييد کړي. ويسترويله د شنبي په ورځ په برلين کي ويلي دي چي د امنيتي ځواکونو روزنه لومړيتوب لري.

آژانسونه/ نسيم صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل