1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان ترکیې ته د پاتریوت توغندیو لیږل ومنل

۱۳۹۱ آذر ۲۵, شنبه
https://p.dw.com/p/1736O

الماني پوځ به د پاتریوت په نامه د دفاعي سیستم دوه توغندي او ۴۰۰ سرتیري ترکیې ته ولیږي، تر څو د ناټو غړی هیواد ترکیه د سوریې د ممکنه بریدونو څخه وساتل سي. د المان فدرالي شوری یا بوندستاګ په ۴۶۱ موافقو، ۸۶ مخالفو او ۸ مستنکفو رایو سره له دغه ماموریت څخه چي ترکیې یې غوښتنه کړې وه، خپله موافقه وښووله.

د المان د حکومت په حواله د ۲۰۱۴م کال د جنوري تر میاشت به پر دغه محدود ماموریت ۲۵ میلیونه یورو مصرف راسي او یوازي دفاعي خصلت به ولري. په دې وسیله نو په ماموریت کي نه پر سوریې باندي د هوايی قلمرو د بندیدو او نه هم د سوریې په داخلي جنګ کي مداخله شامله ده. دغه د پاتریوت په نوم دفاعي توغندي به د ترکیې په جنوب شرق کې، د سوریې له سرحد څخه ۱۲۰ کیلومتره لیري ځای پر ځای سي.