1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او پاکستان په پوځي برخه کي همکاري کوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د المان ددفاع وزير په راولپنډۍ کښي له پاکستاني چارواکو سره داسي تړون لاسلیک کړی دئ چي له مخي به ئې دواړه هیوادونه په پوځي برخه کي همکاري سره کوي.

https://p.dw.com/p/14KGd
انځور: Reuters

دې تړون ته د درو کلونو راهيسي تياری نيول کېدئ. ددې تړون يو هدف ددواړو هيوادونو ترمنځ د استخباراتي اړيکو پراخول ښوول سوی دئ.

د دې تړون له مخي به پاکستان او المان د پوځي مانورونو په برخه کې هم یو له بل سره همکارۍ وکړي. په تړون کې پر دې باندي هم موافقه سوې ده چي پاکستاني پوځيان به په المان کي روزل کيږي.

دیميزیر ویلي دي چې پاکستان په سیمه کې مهم او کلیدي هیواد دئ چې د افغانستان په جگړه کې یو مهم نقش لوبوي. دا په داسي حال کې ده چې یو شمیر غربي هیوادونه پر پاکستان تور لگوي چې د طالبانو ملاتړکوي.

پاکستان ۵۵۰۰۰۰ امنیتي ځواکونه لري چې د المان د امنیتي ځواکونو دوه برابره کیږي. پاکستان دغه راز د نړۍ یو له اټومي ځواکونو څخه دئ.

د پولي بیا پرانیستل کېدل

کله چې د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار، د المان او خپل هیواد تر منځ تړون په اړه خبري کولې، هغه دا هم وویل چې هیواد ئې غواړي له افغانستان سره خپله پوله یو ځل بیا پرانیزي.

دغه پوله درې میاشتي مخکي هغه وخت وتړله شوه چې په افغانستان کي د ناټو ځواکونو يوې الوتکي د پاکستان په خاوره کي۲۴ تنه پاکستاني سرتیري ووژل. تر دې پېښي وروسته د پاکستان او امریکا اړیکي یوه نوي پړاو ته ورداخل شوې.

دیميزیر تر دې مخکي ازبکستان ته هم سفر کړی وو. المان د دغه هیواد له لاري افغانستان ته خپل ځواکونه لېږي. دیميزیر به دغه راز نن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني او د دغه هیواد له لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني سره وگوري.

فرانس پرس. د المان خبري آژانس/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل