1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او پاکستان «ستراتيژيک ډيالوگ» پيلوي

۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د المان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د«ستراتيژيکي خبرو اترو» د پيلېدو له پاره يوه موافقه لاسليک کړه. د دې موافقې هدف په سيمه کي ثبات ټينگول او له تروريزم سره مبارزه ده.

https://p.dw.com/p/163i1
انځور: dapd

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله له خپلي پاکستانۍ سيالي حنا رباني کهر سره د سه شنبې په ورځ ماښام (۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۴) په برلين کي د ستراتيژيکي خبرو اترو د پيليدو له پاره هوکړه وکړه.

دغه ستراتيژيکي خبري اتري په ځانگړې توگه د دفاع، امنيتي سياست او په افغانستان کي د ثبات را وستلو او تروريزم پر ضد مبارزې په برخه کي د منظمو مشورو له پاره لاره هواروي.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله، ويلي دي:«پاکستان زموږ له نظر په ټوله سيمه او افغانستان کي د ثبات راتلو په برخه کي ستراهميت لري.» د هغه په خبره له پاکستان پرته هيڅ امکان نه لري، چي په سيمه کي دي کړکېچ پای ته ورسيږي.

المان او پاکستان علاقه لري چي په افغانستان کي د ثبات راتلو له پاره په گډه کار وکړي. ويستر ويله يوار بيا ټينگار وکړ، چي المان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته، کله چي ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، دغه هيواد هير نه کړي.

په دې لیدنه کتنه کي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کهر وويل:«يو سوله ييز او باثباته افغانستان د پاکستان په ملي علاقمنديو کي راځي.»

هغې زياته کړه، دا مطمئنه ده، چي حکومت ئې په افغانستان کي هيڅ ډول«پټ سياسي پروگرام» نه لري.

پر پاکستان باندي تور لگول کيږي، چي استخباراتي اداره ئې په افغانستان کي د کابل حکومت پر ضد د وسله والو ياغيانو ملاتړ کوي.

د امريکا متحده ايالات خپل نزدې ملگری هيواد په دې تورنوي، چي استخبارات او پوځيان ئې په پټه په افغانستان کي د وسله والو ياغيانو ملاتړ کوي.

خو پاکستان هر وخت دغه تورونه رد کړي دي، او وايي چي هيواد ئې د ترورزيم پر ضد جگړه کي تر ټولو ډيره قرباني ورکړې ده.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش