1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او سعودي عربستان پر اسد باندي د نور فشارونو غوښتنه کوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14JPF

د سوریې د بحران په اړه د ملگرو ملتو د امنیت شورا تر غونډي لږ مخکي، د المان خارجه وزیر گیدو ویستر ویله او د دده عربي همتا شهزاده سعود الفیصل، پر بشارالاسد باندي د نورو فشارونو د راوستلو غوښتنه کوي. ویستر ویله د الفیصل سره تر یوې لیدني کتني وروسته وویل چي، د اولس په مقابل کي د اسد د رژیم زورزیاتی نور د زغملو نه دئ.

لومړی هدف باید د تشدد پای ته رسول او خلکو ته د بشري مرستو رسول وي. فیصل بیا هم د اپوزیسیون پر وسله وال کېدو باندي ټینگار کاوه. ده وویل چي په دې ډول به، له خارجي مداخلې پرته دغه شخړه پای ته ورسیږي.