المانۍ بېړۍ د سوریې په اړه استخباراتي معلومات راټولوي
۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبهاعلان
د المان د استخباراتي ادارې (BND) په څارگرو سامان آلاتو مجهزه يوه بېړۍ د سوريې اوبو ته نزدې په کار بوخته ده. المانۍ ورځپاڼي بېلډ ام زونتاگ، په خپل يوه راپور کي ليکلي دي چي دغه کښتۍ چي د المان د بحري پوځ سره تړاو لري تر ۶۰۰ کیلومترو پوري د سوريې دننه پوځي حرکات څارلای شي.
ورځپاڼي ليکلي دي چي د دغې څارگري بېړۍ څخه تر لاسه سوي استخباراتي معلومات د امريکا او بريتانوي استخباراتو سره شريکيږي. زياته شوې ده چي د هغې لاري بيا دغه معلومات ياغيانو ته رسيږي. د راپور له مخي الماني استخباراتي مامورین د ترکيې دننه د ناټو په مقر ادانه، کي د سوريې د تليفونونو او مخابرو په اورېدلو بوخت دي. اټکل شوی چي په دې توگه سره د اسد د ريژيم د لوړپوړو چارواکو خبري هم اورېدل کيږي.