المانی وزیر د غالۍ له امله تر فشار لاندې دﺉ
۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعهد صدراعظمې انګلا میرکل په ائتلافي کابینه کې د لیبرال دیموکرات له ګوند څخه دیرک نیبل چې د پرمختیایي چارو وزیر دئ افغانستان ته د مارچ په میاشت کې پخپل سفر کې په شخصي پیسو ځان ته یوه افغاني غالۍ چې نهه متره مربع ده رانیولې وه.
دیرک نیبل دا خبره مني چې د المان استخباراتي ادارې BND پرته له دې چې دغه غالۍ په ګمرک کې محصول کړي، المان ته انتقال کړې ده.
د پرمختیايي چارو وزارت وویل چې د مې په شلمه له کابل څخه برلین ته د المان د استخباراتي ادارې د مشر د سپرلۍ په الوتکه کې د نوموړې غالۍ لیږدونه د «یوې رسمي مرستې پر اساس نه بلکې د شخصي غوښتنې» پر اساس شوې ده.
د رپوټ له مخې نیبل دغه غالۍ د مارچ په میاشت کې د تقریبا ۱۱۰۰ یورو شخصي پیسو په بیه راونیولې وه او هغه ئې په کابل کې د خپل هیواد په سفارت کې پرایښې وه. ځکه هغه نه شو کولای چې دغه غالۍ د خپل هیواد پر لور په ټاکلي پرواز کې له ځان سره ولیږدوي.
«د شپیګل آن لاین» په رپوټ کې راغلي دي چې کله چې غالۍ د المان د پلازمینې برلین هوایي ډګر ته ورسیده بیا یوه موټر چلونکي هغه تر لاسه کړې ده. د پرمختیایي چارو وزارت وویل چې د یوې «غلط فهمۍ» له امله غالۍ سمدلاسه د ګمرکي مقرراتو څخه تیره شوې نه ده. د وزارت د وینا له مخې په همدې اونۍ کې د غالۍ د محصول اسناد چمتو شول او هغه به له مقرراتو سره سم تحویل شي.
خو د المان د حکومت اپوزیسیون موضوع کلکه نیولې ده او له نوموړي وزیر څخه نور زیات وضاحت غواړي. د سوسیال دیموکرات له ګوند څخه توماس آوپرمن وایي: «وزیر باید روښانه کړي چې دغه تاوان چې له دې امله رامنځ ته شوی دئ، څه ډول جبران کوي.»
دیرک نیبل ټینګار لري چې د مقرراتو له مخې به هغه د ګمرګ محصول تحویل کړي. هغه شپیګل آن لاین ته وویل: «زه خواشینی یم چې د ګمرکي محصول په تحویل کې لږ څه ځنډ راغی. ما تل هڅه کړې ده چې پخپل مقام کې زما د قانوني دندو او شخصي مسائلو ترمنځ توپیر وکړم او قانون او مقرراتو باندې ټینګ ولاړ پاتې شم.»
د المان د حکومت بل سیاسي مخالف ګوند د ګروینن یا زرغون ګوند، هم نوموړی وزیر تر فشار لاندې نیولی دئ او ورڅخه ئې غوښتي دي چې له افغانستان څخه د دغې غالۍ د راغوښتلو ټول بشپړ جریان باید روښانه کړي.
د زرغون د ګوند د پارلماني چارو استازي فولکر بیک، وویل چې هغه له فدرالي شوری څخه غوښتنه کړې ده چې پر دې موضوع یوه غونډه جوړه کړي. بیک وویل: «موږ له وزیر څخه غواړو چې عامو خلکو او پارلمان ته د دغې غالۍ د راغوښتلو موضوع روښانه کړي.»
د المان صدراعظمې انګلا میرکل، د خپل ویاند له لارې رسنیو ته ویلي دي چې هغه پوهیږي چې د پرمختیایي چارو د وزیر له خوا د غالۍ د شخړیزې لیږدونې په هکله نیمګړتیا شوې ده. د حکومت ویاند شتیفان زایبرت، وویل: «صدراعظمه ډاډه ده چې وزیر به ژر تر ژره دغه نیمګړتیا په بشپړه توګه له منځه یوسي.»
هغه زیاته کړه چې دیرک نیبل له افغانستان څخه د راوړل شوې غالۍ د محصول د تحویلولو اعلان لا مخکې کړی دئ.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش