1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني پوليس د يوه نقاب پوښه د نيولو په لټه کی دي

۱۳۹۵ آبان ۲, یکشنبه

د جرمني پوليس د يوه داسي کس د نيولو عملیات پیل کړي، چې له ځانه یې «جوکر» جوړ کړی او په لاس کې يې زنځيري دستبند اچولی دی. پر دغه نقاب پوښه باندي تور لگیدلی،چې يوه ميرمن یې سخته ويرولې ده.

https://p.dw.com/p/2RZtH
Halloween
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

هر کال  د اکتوبر میاشتي پر ۳۱ مه باندي په یو شمير لويديځو هيوادونو کې د«هالووين» په نوم جشن ترسره کيږي. د جشن پر وخت ځوانان په خپلو مخونو د «مک اپ» یا د رنګونو په کارولو سره ډارونکې څيرې رسموي او غير معمولي ويرونکې جامې اغوندې. په دغه عنعنوي جشن کې کله کله انسانان سخت ويريږي هم. پولیس وايي چې دجرمني په لويديځ ښار «ويزل» کې یوه کس چې له ځانه يې جوکر جوړ کړی، زنځيري دستبند یې په لاس او د دغه ښار په کوڅو کې ګرځيدلی، د نيولو په لټه کې دي.

پر دغه کس باندي تور دی چې په دغه ښار کې یې یوه ښځه سخته ويرولې ده. 

نقاب لرونکي یا هغه کسان چې پر مخونو یې ډارونکۍ څيرې رسم کړي وي، ځينې یې په لارو او کوڅو کې عام خلک تعقيبوي او د هغو د ډارولو په هدف ورباندي حملي او ډارونکي آوازونه کوي. که څه هم د هالووین جشن سره اروپایان اشنايي لري خو دغه کار ځيني وخت، په ځانګړې توګه شپې لخوا په ښځو او ماشومانو کې د واقعي ويرې او ترس د رامنځ ته کيدو سبب هم واقع شوي دي.

ددغه شان مسخره ګانو څخه يوه يې د پنجشنبې په ورځ(اکتوبر ۲۰ مه) د آلمان په شمال ختيځ ښار «روستوک» کې پر يوه ۱۹ کلن ځوان د بيس بال لوبې د ډنډې شل ګوزارونه وکړل. د رپوټ په حواله حمله کونکي پر مخ نقاب اغوستی وو. په همدې ورځ په دغه ښار کې یو بل ۱۵ کلن هلک چې د ځان څخه يې مسخره جوړ کړی وو، پر يو کس باندي د چاقو ګوزارونه وکړل او د هغه کيڼ لاس یې ټپي کړ.

تر دې مخکې، په ۲۰۱۴ کال کې د فرانسې په سويل کې د هالووین جشن پر وخت دیو شمير تنکيو ځوانانو لخوا هم نندارچیان ويرول شوي وه.

 د رپوټ په حواله، ځينې نقاب لرونکي ځوانان کيدای شي دځانه سره وسله یا چاقو هم ولري.

د امريکا او برتانيا هيوادنو له ځينو برخو څخه هم د هالووين د مسخره ګانو لخوا د تاوتریخوالو د ترسره کيدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

هالووين جشن تر ډيره حده په لويديځو هيوادونو کې ترسره کيږي او اروپا ته راغلي نوي مهاجرین ورسره دومره بلدیا نلري. ځکه نو په دوی کې د ويرې اچونې او ډار زیات امکانات وجود لري.