1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني پانگوال په افغانستان کي کاري فرصتونه لټوي

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه

یو شمیر الماني پانگوالو پتېيلې ده چي په افغانستان کي د پانگوني د موجود چاپریال او کاري فرصتونه تر څېړلو وروسته په دغه هيواد کي پانگونه وکړي. په دې موخه کابل ته د پانگوالو يو پلاوی تللی دئ.

https://p.dw.com/p/16M4l
انځور: DW/Pajhohesh

د دغه پلاوی مشري رودولف گریدول کوي، چي په المان کې د پانگوني ماهر بلل کیږي او د پانگوني پلانونه ئې په نړیواله کچه ملاتړ لري. د سوداگرۍ د خونو د چارواکو په خبره دغه پلاوی به اووه ورځي په افغانستان کي وي.

افغانستان چې اوس له سیاسي او اقتصادي اړخه یوه مهم پړاو ته ننوتی دئ، هڅه کوي چي هر څومره چي ژر امکان ولري، خپلي طبیعي زیرمي را وسپړي او د خپل اقتصاد د خوځښت له پاره ځني کار واخلي.

د دې چارې له پاره حکومت ډیره تکیه پر هغو بهرنیو پانگوالو کوي چې له تخصصي او تخنیکي اړخه غښتلي شمیرل کیږي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونو چارواکي وايي چي ډیری پانگوال له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته پانگي اچولو ته زړه نه ښه کوي او اوس په کار ده چې هغوی ته له امنیتي او اقتصادي اړخه کاري تضمين ورکړل شي.

د سوداگرۍ او صنایعو خونو رئیس محمد قربان حقجو، وايي چي الماني پانگوالو ته به د دغه اوه ورځني سفر پرمهال د کانونو، کاري چاپریال، د پانگوني د گټو، د گمرکي او مالیاتي تعرفو په اړه پوره معلومات ورکړل شي.

د ده په خبره په افغانستان کې د پانگوني له پاره ډیر فرصتونه موجود دي او هغه څه چې غربي رسنۍ ئې د افغانستان د حالاتو په اړه خپروي هغه د وضعيت له عیني څیړني سره سمون نه لري.

د الماني پلاوي مشر رودولف گریدول له افغان صنعت کارانو او حکومتي چارواکو سره د کتو پرمهال وویل، چې المان او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکي لري او دوی به د روان وضعيت تر جاج اخيستني وروسته هڅه وکړي چې نور الماني پانگوال هم په افغانستان کي پانگوني ته وهڅوي.

دغه المانی پلاوی پر داسي مهال افغانستان ته سفر کوي چې د یکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۷) د پانگوني د ملاتړ ادارې (ایسا) په یوه راپور کې راغلي دي چي په افغانستان کې د پانگوني کچه مخ پر زیاتیدو ده.

د دغي اداري مشر وویل چې په تیرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو سره سره په پانگونه کې شل سلنه زیاتوالی لیدل کیږي او دا ښيي چې افغانستان د پانگوني لپاره یو مناسب ځای دئ.

د افغان حکومت رسميي شمیرې ښيي چې له تیرو لسوکلونو راهیسي په دغه هيواد کي شاوخوا نهه ميلیارده ډالره د کورنیو او بهرنیو پانگوالو له لوري پانگونه شوې ده چې ډيره برخه ئې په بهرنیو پانگوالو پوري اړه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل